ټولنه اوکلتور

کوم  خلک  باید  حاکمانو ته ور  و پېژنو؟

مشرانو ته د کارمندانو ورپېژندل یوازې احسان، نیکي او خواخوږي نه دي ، بلکې مسؤلیت هم دی.

امین وردګ

مشرانو ته د کارمندانو ورپېژندل یوازې احسان، نیکي او خواخوږي نه دي ، بلکې مسؤلیت هم دی.

موږ ټول پر دې مأمور یو چې د ښې حکومتولۍ لپاره له حاکمانو سره په ګډه کار وکړو؛ په ټولنه کې وړ خلک و لټوو او بیا یې دوی ته ور وپېژنو.

ځینې خلک په حکومتولۍ کې (خپلوي او ملګري ) ډېره یادوي او تل پر حاکمانو انتقادونه کوي، چې ګني خپلوان او ملګري یې پر دندو ګمارلي دي.

خو زه وایم چې د ښې حکومتولۍ لپاره همدا دواړه طبقې اساسي انتخاب دی.

دا خو د ښه مدیریت لپاره یو اصل دی چې کارمند باید لومړی و پېژندل شي؛ که اهل ؤ، و دې ګمارل شي او که نا اهله ؤ ځواب دې ورکړل شي ، خو دا کار تر هغې ښه نه ترسره کيږي، څو چې کارمند یو چا معرفي کړی نه وي او یا یې سړی په خپله و نه پېژني.

پر یومخ نویو کسانو سړی څه رقم باور وکړي؟ نوی کس نو چاته څه ښکاري چې څه ډول سړی دی؟ اخلاق یې څه رقم دي؟ مخلص دی که نه؟ آیا باور پرې کېدلای شي؟ وړتیا او اهلیت د دندې لري که نه؟ پخوا یې چېرې او څه ډول دنده اجراء کړې ده؟ دا ټولې هغه اساسي پوښتنې دي چې باید له نوي کارمند څخه وشي؛ خو دا چې ممکن نوی کارمند ریښتیا پټ کړي او مشرانو ته دروغ ووایي، نو ښه دا ده چې وپېژندل شي او یا ور وپېژندل شي.

نو داسې یو کس چې بیخي یې پېژنې نه او نه چا درپېژندلی وي؛ څه معلومیږي چې د خدمت وړتیا لري که نه؟ که یو نوی کارمند څوک و نه پېژني او وار له مخې لوړ پوست ورکړي ، دا کار په حکومتولۍ کې لویه تېروتنه ده.

وړ خپلوان او ملګري مشرانو ته ورپېژندل کوم جرم نه دی! بلکې جرم دا دی چې نااهله خپلوان، یا ملګري د ((اهلو په نوم)) ور وپېژنو.

موږ باید په معرفتونو کې له افراط څخه کار وانخلو، بلکې له احتیاط څخه یې واخلو او هغه داسې؛ طبعي خبره ده چې موږ کله یو څوک مشرانو ته ورپېژنو، نو خامخا یې په هکله له مبالغې کار اخلو؛ یانې د هغه په صفاتو کې زیادت کوو، چې همدغه افراط دی، مګر کله چې په هغه کس کې کوم وخت عادات رذیله ښکاره شي، نو ارو مرو بیا هغه مشر ته موږ کم راځو او که چېرې له دغه معرفي کس څخه کوم وخت خفه شو، نو بیا په هغو (تر حد زیاتو) صفاتو پښېمانه کیږو، چې مشرانو ته مو یې په هکله یادونه کړې وي.

موږ په معرفتونو کې باید ښه تحقیق او پوره احتیاط وکړو، د کارمند وړتیا په نظر کې ونیسو او بیا یې مشرانو ته (تر اصلي وړتیا څه کم) ور وپېژنو، نه زیات.

معمولاً موږ په داسې مواردو کې له احساساتو کار اخلو! که حاکم له موږ څخه د ورپېژندل شوي کس ضمانت وغواړي نو حتماً یې کوو، مګر هغه ظالم چې کله نوک ځای کړي، بیا سوک هم پسې ځایوي؛ چې سوک یې ځای کړ، نو کله ناکله زموږ لپاره سردرد هم شي، چې له امله یې بیا موږ پر هغو کړیو احساناتو پښېمانه کیږو.

نو موږ باید څه وکړو؟

مخکې مې درته وویل چې (مشرانو ته وړ کسان ورپېژندل زموږ مسؤلیت دی) نو باید چې تر سره یې کړو! خو لومړی به ښه په دقت سره تحقیق کوو او نیت به مو فقط د الله د رضا او د نظام د تقویت او ښه والي لپاره وي، بیا نو که د معرفي کارمند له خوا کومه غلطي ووینو- زړونه به مو ډېر درد نه کوي، ځکه چې موږ به دغه کار د ده لپاره نه! بلکې یوازې د الله له پاره کړی وي او بل دا چې؛ خپل مسؤلیت به مو ادا کړی وي.

نو مطلب دا : تاسو وګرځئ!  شاوخوا مو سترګې وغړوئ، د کار خلک ولټوئ او حاکمانو ته یې وروپېژنئ، خو فقط اهلیت، صداقت او حق ته به یې ګورئ (یعنې که دغه کس وړ وي، نو پوست، منسب او مقام یې حق دی) مګر دا ټول کارونه به یوازې د الله لپاره کوئ؛ ځکه چې دا کار به هم ستاسو مسؤلیت له اوږو کوز کړي، هم به نظام ته خیر ور ورسوئ او هم به کارمند ته خپل حق وسپارئ ؛ یعنې هم به ثواب شي او هم خرما.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *