افغانستان

کونړ کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د يو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

شریعت: د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په شیګل ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یو منځني ښوونځي ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

شریعت: د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په شیګل ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یو منځني ښوونځي ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني وایي، چې د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ د شیګل ولسوالۍ په موڼي کلي کې د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په ټول هېواد کې د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *