
شعرونه
کَوني علوم؛ صبغت
د يعقوب پر خــــــــېل يې دا ســتر امتـــنان و انبياء هــــــــم په دنيا کــــــــې پاچـاهـان وو
د يعقوب پر خــــــــېل يې دا ســتر امتـــنان و
انبياء هــــــــم په دنيا کــــــــې پاچـاهـان وو
وې د زمکــــــــــې خزانــــــې ورته معلــومې
د توحيد د حــــــــــق داعي بيا په زنــــــدان و
د قحطي په مدیریـــــت کـــــې ښــــه دانــا و
دا ستــــــر خير يې رسيـــدلــی تر کــــنعان و
زموږ دين کــــې رهبانيت ګـــورئ رد شـــوی
رهبـــــــران او قائدين مـــــوږ د جهــــــان وو
که مباح هــــم وي خو نه مـــو ترې رغــــيږي
که موږ غواړو چــــې اعداد کــــې مخکښان و
ژبې زده کــــړئ او کَوْني علـــــوم پاخه کـړئ
کائنات کــــړئ مسخر، څو مو چـــــې توان و
د حديثو ذخیره کې مو هم طب شته هــم کرنه
ستونزه موږ کې وه چې بله خـــــــوا روان وو
خوار صبغت دې نه د دين نه د ســـــادين شو
پخواني ښـــــه وو د دواړو عالمـــــــــان وو