
کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون خپل فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون په یوه کاري راپور کې ویلي چې د لړم پر ۱۸مه د تورخم له لارې (۳۷۶) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۲۱۹) تنه وو او همداشان د سپین بولدک له لارې (۸۶۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۵۱۴۸) تنو ته رسېده راستانه شوي او ثبت شوي دي.
د ثبت او تثبیت کمېټه وایي چې تازه راستانه شوي هېوادوال یې په سپین بولدک کې د آی او اېم مؤسسې ته د مرستې په موخه ورپېژندلي چې هرې کورنۍ ته یې لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د ټرانسپورټ کمېټه زیاتوي چې په تورخم ګمرک کې د بېلابېلو موټرو په واسطه (۲۷۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۵۸۰) تنه کیږي، خپلو ولسوالیو او کلیو ته لېږدول شوي دي. 5مخ
همداشان له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۴۹۱) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۳۵۰۱) تنه کېده، د بېلابېلوموټرو په واسطه کابل، اروزګان، هلمند، فراه، هرات، بلخ، لغمان، پکتیا او نورو ولایتونو ته استول شوي.
د چوپړونو او روغتیایي چارو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولانو له لوري په تورخم ګمرک کې پر راستانه شويو مهاجرينو (۲۶۱۸) عدده سیمکارتونه ووېشل شول.
د جوماتو او زده کړو د سمون کمېټې ویلي چې د ملي اردو ځواکونو په مټ یې په عمري پڼډغالي کې یو جومات پرانیست او همداشان یې هلته یو ملا امام هم وګوماره چې راستنوشویو ته د امامت او دیني زده کړو د ورکړې مسوولیت وروسپارل شو.
د کډوالو او لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه وایي چې د کندهار ښار په پڼدغالې کې یې د کډوالو لپاره (۳۵) دانې خېمې وېشلي دي.
یاد کمېسیون وایي چې له تورخم او ننګرهار ورهاخو یې په پکتیکا، زابل، نیمروزو او نورو ولایتونو له سرحدي پولو راستانه شویو کډوالو ته ډول ډول اسانتایوې برابرې کړي دي. دوی وایي چې دې کډوالو سره نغدي او نانغدي مرستې شوي، نړیوالو بنسټونو ته یې ورپېژندلي او همداشان یې لنډمهالي پنډغالي هم په واک کې ورکړي.