افغانستان

کډوالو وزارت: دېرشو ولایتونو کې له جبري راکډه شویو هېوادوالو سره مرستې شوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي، چې تېرکال یې په ۳۰ ولایتونو کې هېواد ته د جبري راستنو شویو او کورنیو بې ځایه شویو ۲۰۰ زره کورنیو سره مرستې کړې دي.
یاد وزارت ویلي، چې دغه مرستې د یو شمېر نړېوالو مرستندویه سازمانونو په همکارۍ شوي، چې د خوراکي، روغتیایي، ژمنیو توکو، نغدو پیسو، د اشپزخانې، کاري او خیاطي وسایلو بستې په کې شاملي دي. همدا راز دې کورنیو ته سولر، د سوند توکي، د مرغانو ساتنې وسایل، ماشینونه، د شېدو وزې او غواګانې، خیمې، د صابون تولید وسایل او بخارۍ هم د مرستې په توګه ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تیر میلادي کال په وروستیو کې کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی وو، چې په ترڅ کې یې په سلګونو زره افغان کډوال راستانه شول او تازه دې هېواد تر یوې میاشتې په کمه موده کې د کډوالو د یوې بلې چوپي د ویستلو پرېکړه کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *