افغانستان

کډوالو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د بشري مرستو د همغږۍ موسسې او د جاپان بېړنۍ موسسې ترمنځ د ۲ میلیونه ۶۰۰ زره ۳۴۱ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د دې هوکړه لیکونو له مخې، د بشري مرستو د همغږۍ موسسه د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر او لوګر ولایتونو په ۱۵ زره ۲۶۸ کورنیو باندې د نغدي مرستو د وېش او څو اړخیزه وېش د بهیر د مدیریت په لړ کې په ټولیزه توګه ۲ میلیونه ۱۶۴ زره ۴۷۵ ډالره وېشي او په میدان وردګو، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې یو زرو ۹۰۰ تنو سره په مرسته کې به پورتنۍ پیسې ولګوي. دغه راز د جاپان بېړنۍ موسسه په ننګرهار ولایت کې پر یو زرو ۵۴۲ کورنیو د ۴۳۵ زره ۸۶۶ ډالرو په ارزښت د ۹ ډوله خوراکي توکو کڅوړې وېشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *