افغانستان

کډوالو چارو وزارت: ترکیه کې ۳۰ افغانان مړه او تري تم شوي

د ترکیې د چاناک قلعه ولایت اړوند په یو سیند کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې ۲۲ افغان کډوال پکې مړه او ۷ نور لا هم نادرکه دي.
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر دې پېښې خپله ژوره خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې جنت فردوس او کورنیو ته یې د زغم غوښتنه کړې ده. په دغه اعلامیه کې ددې پېښې د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي خو په اعلامیه کې د ۴۶ تنو سپرو خبر ورکول شوی دی.
دغه وزارت د ترکیې له چارواکو غوښتنه کړې چې د تري تم شویو افغانانو د موندلو لپاره پوره هڅې وکړي .په اعلامیه کې ویل شوي چې له دې پېښې څلور تنه افغان کډوالو ژغورل شوي هم دي.
تر اوسه د ډوبو شویو افغانانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم مالومه ده چې دوی په کومو ولایتونو پورې تړاو لري.
په اعلامیه کې پر هیوادوالو غږ شوی چې نورو هیوادونو ته په قاچاقي لارو له سفر ډډه وکړي او د خپل هیواد په ابادۍ او سوکالۍ کې ونډه واخلي. کډوالو وزارت دغه شان په بهر کې له مېشتو افغانانو هیله کړې چې خپل هیواد ته راستانه شي او په خپل هیواد کې پتمن ژوند غوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button