لیکنېمقالی اوتبصرې

کړی جهاد مو مه خرڅوئ!

هر چا ته معلومه ده، چې مجاهد هغه څوک دی، چې په خپل سر، مال او ځان د الله جل جلاله په لاره کې د اعلاء کلمة الله لپاره جنګېدلی وي. د خپل ناموس، هېواد او قران څخه یې دفاع کړې وي. که په دغه لاره کې څوک وژل شوي وي، هغه شهید بلل کېږي او که چا په دغه لاره کې کوم کافر، مرتد وژلی او یا په همدې لاره کې د اسلامي نظام قایمولو لپاره جد و جهد کړی وي، هغه غازي او مجاهد بلل کېږي.
معلومه خبره ده، چې د الله رضا ترلاسه کول ډېر تکالیف او زحمتونه غواړي، چې زموږ اتلو او زړورو مجاهدینو یقیناً د الله جل جلاله په لاره کې بې درېغه قربانۍ ورکړې/ورکوي. آن تردې چې ځینو خو یې په خپلو ځانو باروت وتړل او د کفارو په مرکزو ورننوتل او د تکبیر په ملکوتي اوازونو یې د الله دښمنان د جهنم کندو ته واستول. زه وایم، چې د دومره سختیو تېرولو باوجود؛ ولې خپل کړی جهاد خرڅ کړو!؟
یو مجاهد قیصه کوي؛ وایي کله چې اسلامي امارت بریا ته ورسېده او هغه د خدایي په دعوه راغلی دښمن په ګونډو او له سترې ماتې سره مخ شو؛ نو زه په خپل کړي جهاد مغروره شوم. هر چا به چې پوښتنه را څخه وکړه، ما به ویل دومره کاله مې جهاد کړی، دومره وارې زخمي شوی یم او دومره کاله مې زندان تېر کړی دی.
کله مې چې وظیفه پیدا کړه؛ نو زموږ په ریاست کې دا نور مجاهدین راته له سره مجاهدین نه ښکارېدل او خپل ځان راته ډېر غټ ښکارېده.
کله چې د فورمې موضوع رامنځته شوه؛ نو ما ته نوره هم موقع برابره شوه او په خپل کړي جهاد نور هم مغروره شوم. په دې لټه کې شوم، چې اوس به معلومه شي؛ څوک د جهاد فورمه لري او څوک نه.
مجاهد قیصه کوي؛ چې د رخصتۍ وخت مې راورسېد او کور ته په رخصت ولاړم. د یو شهید ملګري مزار زما په لاره وه، هغه ته مې د دعا لاس پورته کړ او کور ته ورسېدم. کور کې ټول راته خوشحاله شول په کور کې هم د جهادي فورمي په اړه خبرې وشوې، راته وویل شول، چې ښه ده ته خو د جهاد فورمه لرې او هغه د فلانکي زوی خو فورمه نه لري، هغه به څه کوي! خو شپه شوه او خپلې کوټې ته ولاړم او ویده شوم.
خوب وینم، چې زموږ ډېری ملګري په یوه قطار کې ولاړ دي او شهیدان ملګري ورته په مخ او سر خاورې شیندي، نو زه یو شهید ملګري ته ورنږدې شوم او پوښتنه مې ترې وکړه، چې دا تاسو څه کوئ او ولې یې کوئ؟
شهید راته وویل، چې ته خو مه غږېږه! تا ولې خپل جهاد خرڅ کړ؟ یاد به دې وي، چې زما په جنازه کې دې ویل، زه هم ستا په لاره ځم؛ خو اوس هر چېرته ناست یې او خلکو ته وایي، چې ما دومره او دومره جهاد کړی ، له دې خبرو سره یې داسې د ایرو ډک لوښی راوشینده، چې ټولې د اور سکروټې وې او دې سره سم مې داسې یوه چیغه وکړه، چې په خپلې چیغې سره له خوبه راویښ شوم. مجاهد زیاتوي، چې کله راویښ شوم؛ مخ مې داسې ګرم و، چې آن خولې راباندې راتلې.
کله چې سهار شو، لاړم د شهیدانو ملګرو قبرونو ته، له هغوی او الله جل جلاله څخه مې بښنه وغوښته او الله جل جلاله ته مې لاس پورته کړ، چې یا الله! که ستا په دربار کې مې یوه ثانیه جهاد قبول شوی وي؛ پرې راضي یم.
نو اې مجاهدو وروڼو! هیله درڅخه کوم، چې خپل کړی جهاد په خلکو مه خرڅوئ. ریا، ظلم او خیانت څخه ځانونه وساتئ. الله مو حافظ او ناصر شه.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *