ټولنه اوکلتور

کیدالنساء:

په ریښتیا هم چې له ټولو کم عقله ښځه هم کولی شي ټول هوښیار نارینه تېر باسي، د سعودي عربستان د امر بالمعروف یو مسؤول لیکي چې یوه شپه ما او زما معاون ملګري د ګزمې پر وخت یو ځوان او یوه پېغله چې په حجاب کې یې ځان پوښلی وو په نامناسب حرکاتو ونیول، ځوان مو تر توصیې وروسته خوشې کړ او پېغله مو له ځان سره مرکز ته بوتلله څو د تلفون له لارې یې د کور مشر پیدا او په پرده کې یې پرې وسپارو،چې هرڅه مو ورته وویل د مشر د تلیفون شمېره یې رانکړه، اخیر یې راته اشاره وکړه چې ورنزدې شوم په غوږ کې یې راته وویل: غواړم په تنهایۍ کې درته یو څه ووایم، ما مې ملګري ته اشاره وکړه او هغه له اطاقه بهر ووت.
پېغلې راته په تنهایۍ کې وویل: ستا دغه مرستیال زما ورور دی او زه یې سکه خور یم، ځکه خو نه غږېږم چې له غږه مې ونه پېژني او نه یې هم د تلیفون شمېره درکولی شم، بس په ما ورحمېږه , پر ما هم پرده واچوه او د ورور زړه مې هم مه ماتوه نزدې ورځو کې مې واده دی، بیا به داسې تېروتنه ونکړم.
هک حیران پاتې شوم، بیا زه هم له کوټې رابهر شوم او پېغلې ته مې اشاره وکړه چې وتښتي،جینۍ یو دم والوته او وتښتېده، ما هسې هاهو وکړ خو تعقیب مې نکړه،
په خپل مرستیال به مې زړه ډېر بدېده ځکه چې یو نیک انسان وو،
یوه ورځ مې دغه موضوع ته فکر شو نو له خپل مرستیاله مې وپوښتل چې آیا ستا ټولې خویندې واده شوي او که نه؟
مرستیال مې په حیرانتیا سره را وکتل، ویل یې چې موږ خو یواځې نارینه وروڼه یو، یوه خور هم نلرو،هک پاتې شوم،
بیا مې قصه ورته وکړه، بس… هغه بیا له خندا شین وو او زه خپلې سادګۍ ته له قهره شین ووم.
نو محترمو ورونو پام مو وی چې دوکه نشئ .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *