مقالی اوتبصرې

ګاونډي پاکستان ته !

پر هر هېواد چې کوم بل هېواد بريد وکړي د ټولو ديني، بين المللي، عرفي او عقلي قوانينو پر اساس دا هېواد حق لري چې په ورته عمل لاس پوري کړي او يا هم تر هغه ستر بريد ورباندي وکړي ځکه نو په زغرده وايو چې افغانستان حق لري پاکستان ته تند جواب ورکړي او په ورته عمل لاس پوري کړي البته هدف مو د پاکستان اجيره او مزدوره نظامي اداره ده.د پاکستان مزدور فوج چې د خپلو خلګو په وينو يې لاسونه سره دي دا ځلې يې د غرونو سره ناکامي ټغري پيل کړي دي او په ډېري بې عقلۍ سره يې د افغانستان پر خاوره بمبار کړی او زموږ مظلوم هېوادوال يې په شهادت رسولي.د پاکستان مسلمان ولس بايد خپل د فوجيانو د خودسريو مخه ونيسي او اجازه ورنکړي چې نور هم د دوی هېواد په نړيواله کچه منزوي او د لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
د پاکستان علماء، سياسي ګوندونه، با احساسه مخور مشران او عام ولس بايد د خپل هېواد لپاره د هوښيار مشرتابه او مسلمان متعهد او خپلواک فوج په لټه کې وسي تر څو هېواد يې د اوسني سخت بحران څخه را ووځي او منافقانه سياست يې په انساني اسلامي سياست باندي بدل سي.
پاکستان بايد نور پخواني خوبونه او سیاسي لوبي شا ته پريږدي او خپل هر څه په اسلامي، بشري او عقلي تله و ارزوي او خپل سياسي ماغزه په خپلي زړې کوپړۍ کې آپډيټ کړي کنه نو عاقبت به يې ډېر بد وي او د خپل لاس په بل سوي اور کې به ځان وسوځوي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *