
ګاونډیان دې بې ځايه تور نه لګوي
له هغې ورځې راهیسې چې اسلامي امارت د اشغالګرو هېوادو لمن ورټوله کړه ورسره جوخت لاس وهونکو هېوادو په یو لړ ناندریزو هڅو لاس پورې کړی او هڅه کوي د اسلامي امارت په وړاندې ستونزې پیدا او د پرمختیايي چارو مخه يې ډب کړي، لاس وهونکو تمه نه درلوده چې اسلامي امارت به په دومره کمه موده کې چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره هم لاس اوګریوان دی پرمختیايي لاسته راوړنې ولري. همداوجه ده چې پراسلامي امارت د فشارلپاره مختلفې لارې لټوي اود پلمو په څرګندولوسره تورونه لګوي. خو اسلامي امارت په پوره حوصله مندۍ د هیواد د آبادي لپاره ګامونه پورته کوي او د هرهغه هېواد لګیدلو تورونو ته مناسب ځواب ورکوي،چې په مختلفه بڼه څرګندوني کوي. زموږ ګاونډي هیواد پاکستان چې هم د ټولو لاس وهونکو هېوادوڅخه په لومړی لیکه کې ناوړه اوبېځایه تورونو ته لمن وهی نه غواړي چې اسلامي امارت په آرامی سره جګړې ځپلي هېواد راجوړ کړي او په سیمه کې دهوساینې اوتلپاتې سولې فضا ټینګښت ومومی. د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا بلوچ په تازه څرګندونو کې د تېر په څېر تورلګولی چې پاکستانی طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري اوله افغانستانه پر پاکستان حملي کوي دا ډول بې ځايه اوله حقیقت څخه لیري تورونه په وار وار اسلامي امارت رد کړي او زیاته کړې چې اسلامي امارت واک ته له رسېدو راهیسې په ټول هېواد واکمن دی هیڅ یوه وسله واله ډله په افغانستان کې د ننه شتون نه لري چې نورو بهرنیو هيوادوته ترې وسله وال ګواښ رامنځته شي.هرهغه هېواد چې په دې هکله اندېښمن وي کولای شي خپلې اندېښنې د اسلامي امارت له مسئولینو سره شریکې کړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې د تورونو په غبرګون کې څرګنده کړې چې يادې څرګندونې له حقیقت او واقعیت څخه لرې دي ځکه دغه تورونه تحقیقي بڼه نه لري ، که چېرې د پاکستان حکومت دغه ډول تورونه له اسلامي امارت سره شریک کړي او د پاکستان طالبانو د ځای ځایګي په هکله دقیق او پوره معلومات ولري موږ کولای شو چې د پاکستاني طالبانو د را ټولېدو ځای ځایګی کې په افغانستان کې دننه وي له منځه یوسو، ښه به وي چې د پاکستان په څېر نورهيوادونه چې په دې هکله اندېښنې کوي د اسلامي امارت سره خپلې اندېښنې شریکي کړي ترڅو راپیدا شویو اندېښنو ته په وخت ځواب وویل شي.
اسلامي امارت تل په خپلو ژمنو ولاړ او د سیمې دامنیت لپاره هرډول کړو وړو ته تیاردي .غوره به وي چې د بېځايه تورونو پرځای د متقابلو او متوازنو اړیکو د پیاوړتیا رامنځ ته کېدو لپاره کاروشي،نه دا چې د اړیکو د زیانمن کېدو لارې ولټول شي.
متین