
ګران عمر
شیرین عمـــر چې تېریږي دریغـه دریغه
د اوبــو په څېــــر بهېــږي دریغه دریغه
ولې زړه پـــرې خبر نه د لـــه رفتنه
چې داهسې زر تېـــــریږی دریغه دریغه
ولې هسی شـــــــوی بــــی غمه زما دله
عمر باد غوندی چــــــلیږی دریغه دریغه
که هر څو په ډیر ناز جـوړې کړې ماڼۍ
په ا رمان ځینــــــې پاتېږی دریغه دریغه
دریغه دریغه اخــــــــر دریغه زما دله
چې مین جمله تیېـریــــــږي دریغه دریغه
دا یــــاران لکـــه ګلـــــونه د بهار دی
د خـــــــزان په تاو رژېږی دریغه دریغه
د هجران مثال دوزخ بیــــــلتــــون ډبری
د عاشق په سر لګېږی دریغــــــــه دریغه
که پیدا نه وای دیدن بېلتــــون به مـړوو
له دیدنه خــــــــون بهیږی دریغه دریغه
اشنایي په مثال ګل حاصل یې خــــــار دى
خارشی سخت هله سوخېږی دریغه دریغه
احمد شاه به څه غم که وخت دهوش دى
د وصال نوبت غــــــږېږی د ریغه دریغه
احمد شاه بابا