سرمقالې

ګورئ چې دا قېمتي فرصت ضایع نه کړئ!

په دې کې شک نشته چې افغان ملت اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی، مثلاً حکومت يې په نړۍ کې د هېچا له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی، د يو شمېر ګاونډيو او نورو مغرضو هېوادونو له ګواښونو سره مخ دی، د هېواد پرفضا يې پرله پسې تېری کېږي، د پرديو بې پيلوټه الوتکو او توغنديو تر بريدونو لاندې دی، شتمني يې په ظالمانو توګه ګنکل شوې، پرمشرانو يې سفري بنديزونه او پر بانکونو يې محدويتونه لګېدلي، د پاسپورټ او افغاني نوټونو چاپ يې له ستونزو ډک دی، مفسدې او ورانکارې ډلګۍ تمويل او تشويقېږي، په هره برخه کې له ستر دروغجن تبليغاتي يرغل سره مخ ، د نړۍ په لرو بر کې خپاره مسافر او د ننه هېواد کې د ژوند له زياترو سهولتونو بې برخې هم دي، خو له دې ټولو ستونزو سره سره بيا هم د تېرو دوو يرغلونو د زمانې په نسبت اوس د لوی ځښتن په فضل او کرم سره زښته ډېر په ښه او غوره وضعيت کې دی، اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې له بشپړ امنيته خوند اخلي، د پرديو له غلامۍ خلاص او هسکې شملې وياړمن ژوند کوي، د سر، ناموس، عقيدې او مال له پلوه هېڅ ډول خطر نه محسوسوي، کاملاً په ډاډه زړه د خپل ژوند چارې پرمخ بيايي او له نېکه مرغه وروسته له درې څلوېښتو کلونو په ړومبي ځل د يو داسې خپلواک،مرکزي اسلامي او ملي حکومت پر جوړولو بريالي شوی چې د هېواد هېڅ نقطه يې له حاکميته بهر نه ده او نه يې پر وړاندې کوم زورواکی، بدماش او بغاوتګر د مخالفت کولو قدرت او جرئت لري اوس ټول هېواد له خپلسرو ډلو ټپلو، بغاوتونو، قومي او سمتي ګونديو او تجزيه غوښتونکو بشپړ بې غمه شوی او د خاورې او خلکو مخصلو خادمانو ته په لاس ورغلی دی. په دې اساس دا هغه غوره فرصت دی،چې که حکومت او رعيت زړونه او لاسونه سره يو کړي، بې له شکه چې ډېر ژر او په لنډه موده کې به افغان ولس پرځان بسيا، خپلواک ،خوندي او د سوکاله ژوند څښتن شي، واقعيت دادی،چې افغانانو ته له ډېرو سختو شپو ورځو وروسته دا وخت يوه ډېره قېمتي او غوره موقع په لاس ورغلې او بايد چې هرې شيبې ته يې په ډېره درنه سترګه وکتل شي او په جدي ډول کار ترې واخيستل شي، په تېره د امارت مشرانو ته خو انتهايي ډر نادر چانس په لاس ورغلی،ځکه ښايي په نړۍ کې داسې مثالونه ډېرکم وي،چې يو اسلامي تحريک خپل هېواد کې دويمه پلا هم واکمني ترلاسه کړې وي. بناءً موجوده بريمن حالت لکه د حال په ژبه چې وايي د امارت مسوولين دې له خپلې ړومبۍ دورې پند او عبرت واخلي او دويمه کې دې شپه ورځ کار او فعاليت وکړي هيله ده په دې ډول رښتينې خپلواکۍ ته ورسېږي او وګړي يې پرخپل کور بسيا، سوکاله او د پرديو په دروازو کې له ذلت او بدرنګۍ وژغورل شي.
د همداسې نېکمرغه ورځو په هيله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *