تاریخ او جغرافیه

ګونګ مجاهد

11/1380 لمریز کال
د شبرغان زندان کې یې څو ځلې تحقیقات رانه وکړل. زموږ سره دلته څه بهرني مجاهدین هم و.
یو پکې زما سره په اتاق کې و، دا چې د دوستم ملېشو ته د امریکایانو لخوا وظیفه ورکړل شوې وه، چې خارجي مجاهدین په نښه او دوی ته یې حال ورکړي. نو دا وېره موجوده وه، چې دا مجاهد دې هم رانه جلا کړي له څه فکر کولو وروسته مې دا ترتیب په ذهن کې را وګرځید چې نوموړی مجاهد د ګونګ په حیث مشهوره کړو.
همدا شان مو یو کاغذ پیدا کړ او د دې مجاهد بشپړ شهرت مو پرې ولیکی چې هر کله به چا پوښتنه ځنې وکړه نو ده به هغه کاغذ ورښکاره کړ. د تحقیق په جریان کې به یې هم هماغه کاغذ ورښکاره کاوه، چې په دې توګه نوموړی مجاهد وژغورل شو. څه موده وروسته یې بیا ځنې اسیران چې عمرونه یې څه اندازه کم وه د (کوره خاني) په نوم د زندان یوه برخه وه انتقالول چې نوموړی مجاهد یې هم همالته نقل کړ او څو ورځې وروسته د کوره خانې اسیران خوشي شول. چې په دې توګه هغه مسافر مجاهد هم خوشي شو. ولله الحمد.
***
د امریکایانو تحقیقات او ګروېږنې!
4/9/1380 لمریز کال
کله چې موږ د کانټینرونو په ذریعه د شبرغان زندان ته انتقال شو. څو ورځې وروسته امریکایي پوځیان د پوښتنو او ګروېږونو لپاره زندان ته راغلل په نوبت باندې یې ټول اسیران وایستل او جلا جلا یې له هر یوه نه تحقیقات وکړل.
د تحقیقاتو جریان خورا توهین آمېزه وو، امریکایي عسکر تر غوږ ونیولم په غوږ کې یې راته چېغې او سندري ویلې، په خورا غرور او تکبر یې پوښتنې کولې.
نوم، د پلار نوم، ولایت او ولسوالي په هکله یې معلومات غوښتل. په امریکایي پوځیانو کې تور پوستي او سپین پوستي واړه شامل و.
ملګرو له وړاندې راته ویلي وو پام چې کوم مجاهد په انګلیسي یا بلې خارجي ژبې ونه ږغیږي ځکه داسې بیا دوی هغه کس نه پریږدي او د ډېرو تحقیقاتو لپاره یې د ځان سره بیایي. همدا شان یې د سترګو او ګوتو نښې هم رانه واخیستلې.
د تحقیقاتو له بشپړولو وروسته یې واپس خپلو اطاقو ته راوستلو.
***
په دې روپو د جهاد لپاره راکټ وپېره!
1384 / لمریز کال
زموږ د فراه په ولایت کې د روان امریکایي اشغال په خلاف تازه جهادي خوځښتونه شروع شوي وه، امریکایي تبلیغات خورا په درز کې روان و، د خلکو تر منځ په لوړه کچه د بې اعتمادۍ فضاء حاکمه وه، په مجموع کې داسې تأثر د وګړو ترمنځ خپور کړل شوی و چې ګواکې د امریکا سره د جګړې فکر پخپل لاس ځانته قبر کیندل دي.
د امریکا د پر مختللي ټکنالوژۍ سره ډغره ناشونې ده ځینو روڼ آندو خو د امریکا خلاف جګړه حماقت، هلاکت او لیونتوب باله او یوازې یې د ځان وژنې په توګه تعبیروله.
تر ټولو غټه ستونزه د جهاد د اسبابو او لوازمو تهیه کول و، موږ به له ډېر فکر وروسته کوم چاته د مرستې لپاره ورتلو.
ډېر کله به خلکو راته د احتیاط توصیه کوله، د دې پر ځای چې کومک راسره وکړي د دې کار د پرېښودلو لپاره به یې دلائل راته شروع کړه.
یوه ورځ د بالابکو اړوند یوه کلي ته د کوم شناخته کور ته ولاړو او د دې روان حالت په اړه مو جریان ورسره شریک کړ او دا چې مجاهدین اسلحو او مهماتو ته اړتیا لري.
او دا چې په اوسني حالاتو کې جهاد یوه فریضه او مسؤلیت دی. کوربه په ژړاشو او راته کړل یې دومره همت خو نشته راسره چې عملاً ودرېږم او په جهاد کې درسره ګډون وکړم دا روپۍ واخلئ او یو دانه راکټ پرې راونیسئ او د کفارو په خلاف جهاد پرې وکړئ.موږ هم د کوربه په مېړانه زیات خوښ شو او نور مو هم خپل جهادي چارو ته توجه اضافه شوه. په حقیقت کې دا روان جهاد د دې ولس په مالي او ځاني همکاریو د بریا تر درشله ورسېد او موږ به هیڅکله د دوی دا احسان هېر نکړو.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *