سرمقالې

گټل او سپمول، دواړه ضروري دي

د فرد او ټولنې د ژوندانه له ثابتو واقعیتونو او معلومو تجربو نه دا هم په ډاګه شوې چې که د یو شخص، کورنۍ، ملت یا حکومت لپاره د مال او پیسو ګټل اړین دي نو همدا رنګه د ګټل شویو پیسو په مصرف او لګښت کې احتیاط هم زښته ډېر ضرور دی. دمال په هکله دغه دوه مفاهیم یاد ساتل دومره مهم دي چې د معتبرو روایاتو پر اساس ویل شوي چې د قیامت په ورځ به یو بنده لا قدم نه وي اخیستی چې بیا وپوښتل شي: مال دې څرنګه ګټلی او څنګه لګولی و؟ ګټه او لګښت دواړه د ژوند ډېر مهم ډګرونه دي. نو که د ګټلو لپاره کار وزیار، هڅه هاند او ډېر نور فنون، کسبونه او هنرونه په کار دي، همدغسې د مصرف او لګښت برخه کې هم ډېرو تجربو، مهارت، احتیاط او دقت ته اړتیا ده. تردې چې زموږ سپېڅلي کتاب قرآن کریم کې اسراف کونکي او مبذرین ان د شیطانانو وروڼه بلل شوي او مسلمانانوته ښوونه شوې چې لاس دې نه پرجب ټینګ نیسي او نه دې یو مخ پرانیزي، کنه بیا به سبا اړ او کریاب ناست وي. په دې کې هیڅ شک نشته چې هر کس، کورنۍ او حکومت د زښته ډېر مال او پیسو ګټلو خورا زیاته تلوسه لري، خو فقط هومره به ګټلی شي څومره چې وس او وړتیا لري. ځکه خو هر چاته لازمه ده چې د خپلې ګټې په تناسب خپل ضروري لګښتونه هم داسې تنظیم کړي چې اولیات او ثانویات سره جلا او لومړیتوبونه را مخکې کړي. یا په بله وینا هر څوک باید له خپلې بړستنې سره سم پښې وغځوي. په دې توګه نو که چېرې د خل او خرج یا ګټه او لګښت پر خپل تناسب تنظیم نه شي پانګه او سپما خو به قطعاً ترلاسه نکړي، ان چې کسر به هم منځ ته راځي او اخر به ډېر پوروړی هم شي. دغه اصل هم فردي ژوند کې ضرور دي او هم حکومتولي کې. مثلاً که زموږ حکومت خپله ګټه او عواید نه سنجوي او په داسې حال کې یې د خپلو مصارفو کچه لوړه شي چې زیاتره تکیه یې پر ګمرمکي مالیاتو او نورو ټکسونو وي نو هیڅ شک نشته چې که د مأمورینو معاشات او نور لګښتونه پوره هم کړی شي، بیا به هم څه اقتصادي ځواک ترلاسه نکړي، ځکه له رعیت نه اخیستل او پر حکومت مصرفول په حقیقت کې عاید او ګټه نه ده بلکې فقط خپلې پیسې له یو جب نه بل جب ته اړول را اړول دي، نه کومه بهرنۍ ګټه. په دې اساس دا وخت د اسلامي امارت د مسؤلینو مکلفیت یوازې دا نه دی چې پرګټلو سوچ وکړي بلکې د حکومتي بې ځایه لګښتونو په مخنیوي کې لاترې زیات دقت په کار او همدا یې یو لوی مسؤلیت هم دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button