افغانستان

یاماموتو: له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د ټولو پر ګټه دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په کابل کې د جاپان سفير، د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني استازي تادا میچي یاماموتو سره وکتل.حنفي په دغه کتنه کې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو او په ځانګړي ډول د ډاکتر تیتسو ناکامورا د خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو پخپلو خبرو کې وویل چې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان چمتو دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي. ورپسې د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رئیس اتسوشي سونامي په دغه کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د دې لامل شوی، ترڅو یاد بنسټ په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو او نورو برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جاپان سفارت سرپرست وویل چې جاپان له افغانستان سره له ۵۸ میلیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې او د خوراکي توکو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې به هم مرسته وکړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت د عمومي بښنې له امله آن هغوی، چې له مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کې وو، ورته بښنه شوې او په هېواد کې ازادانه ژوند کوي.د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د روږدو کسانو د ټولولو او درملنې، د اداري فساد مخنیوي او له کورنیو عوایدو د بودجې تنظیم په اړه د اسلامي امارت د کړنو او فعالیتونو یادونه وکړه او ویې ویل:«اسلامي امارت د افغانستان جوړولو او ابادۍ لپاره هڅې کوو».د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې ټينګار سره چې اجازه نه ورکوو د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد فعاليت وشي زياته کړه، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نيکې او ښې اړيکې ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *