افغانستان

یوناما د مخالفو ډلو او نشه یي توکو پر ضد د اسلامي امارت مبارزه ستایلې

د یوناما مرستیال مارکس پوتزل د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي. کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پوتزل په دغه لیدنه کې د نورو وسله والو ډلو په ځپلو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او اداري فساد په برخو کې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه هڅې ستایلي دي.خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې لیدنه کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال ډاډ ښودلی، چې د امنيتي ځواکونه په تېره ملي پوليس د يوناما د ټولو دفتري څانګو، سفارت خونو او نورو بهرنيو بنسټونو د امنيت ټينګښت خپل لومړيتوب ګڼي او ډاډ يې ورکړ، چې ټول بهرني بنسټونه چې له اسلامي امارت سره د همکارۍ لېوالتيا لري او په سوله‌ييزه فضا کې کولی شي خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *