
یونیسف د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته رسوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف وايي، د افغان ماشومانو د روزنې لپاره به د روان کال تر پایه د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسوي. یونیسف په بامیانو کې د یوه محلي ټولګي د عکس په خپرولو سره ویلي، د محلي ټولګیو متعلمین نجونې او هلکان د دوو کلونو درس په یوه کال کې بشپړوي.
د یونېسف په خبره دا زده کوونکي په خورا لېوالتیا خپلو.ټولګیو ته ورځي. دا د یونیسف د چټکو زدهکړو د پروګرام یوه برخه ده چې په افغانستان په تېره بیا هغو سیمو کې تطبیقېږي چې دولتي ښوونځي ترې لرې دي یا یې نجونې او هلکان په پراخه کچه له تعلیم محروم دي.
د یونېسف دا پروګرام د اسیا بانک، نړیوال بانک جنوبي اسیا او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د پروګرام لهخوا تمویلېږي.
دمګړی په بامیانو کې ۴۶۶ محلي ټولګي پرانیستي چې پهکې د راپورونو له مخې ۹۴۰۰ نجونې او هلکان زدهکړې کوي.