افغانستان

یونیسف ۲۳ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسیف) استازي فران اکیزا د کندهار د والي له مرستیال حیات الله محب سره په لیدنه کې وویل چې دوی سږ کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي. د کندهار ولایت د رسنیو د مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي د دغه سازمان د چارو د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د کندهار مرستيال والي د يونيسف له استازي څخه وغوښتل، چې له پاکستان څخه د شړل شويو افغانانو مرستې ته لومړيتوب ورکړي.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه بنسټ په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې د مرستندویه موسسو مرستې ګټورې بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *