افغانستان

یونیسکو د غزني ۶ تاریخي آبدې رغوي

د غزني د اطلاعاتو او کلتو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو تاریخي آبدو د بیارغولو چارې پیل شوې.د یاد ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتو رئیس ملا حمیدالله نثار وویل، چې په دغه ولایت کې د خواجه ملکیار پرنده تاریخي آبدې، د غزني د زاړه ښار برجونو، د غزنویانو دورې د منارونو د فرش ډبرې او د تاج اولیاء تاریخي مقبرې د بیا رغولو چارې پیل شوې.نثار زیاته کړه چې د یادو ۶ تاریخي آبدو په بیارغولو شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یونسکو له لوري ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي له نړيوالو غوښتي، چې تاریخي او فرهنګي مسایل له سیاسته لرې وساتي او له افغانستان سره د تاریخي آبدو په بیا رغونه کې مرسته وکړي.د غزني چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۰ تاریخي آبدې هم بیارغولو ته اړتیا لرې او یو شمېر دغه تاریخي آبدې د نړېدو له ګواښ مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *