ټولنه اوکلتور

یوې سیدې خپل عاشق ته خط ولیکه !

هغه ورځ چې زه په کوڅه کې ولاړ وم یو هلک له يوه کوره دباندې بیا بیا چکر واهه. زه ورغلم، پوښتنه مې ترې وکړه: وروره! دلته څوک لټوې؟
ویې ویل: څوک نه، بس یو دوست دلته د راتلو راته ویلي دي، خو تر اوسه لا راغلی نه دی.
ما چې د هغه خبره واورېده کور ته لاړم. څو شبې وروسته چې یو ځل بیا را ووتلم، نو ما ولیده چې له هغه کوره یوه نجلۍ په خورا بیړه ټيټ سر دباندې راغله، په ډېر تلوار یې هغه ته یوه لفافه ورکړه او بېرته په منډه کور ته ننوتله. هلک لفافه واخیسته، په سینې پورې ولګوله او په مسکا روان شو. زه د خپل بد عادت او خوی له امله د هغه تر شا روان شوم، څو تحقیق وکړم.
هلک د یوې ونې لوري ته لاړ او لاندې یې ودرېده. لفافه یې په خورا مینې او لېوالتیا خلاصه کړه، له منځه یې یو لیک را ووېست، درې څلور ځله یې ښکل کړ، په خپلو سترګو پورې یې وموښه او بیا یې په لوستلو پیل وکړ. ما له لرې د هغه څېرې او کړو وړو ته کتل او ډول ډول اټکلونه مې کول. ناڅاپه مې هغه ولیده چې د اسمان لور ته یې سر پورته کړ، په زمکه را ولوېده او بې هوښه شو. په منډه ورغلم او د هغه له لاسه مې پاڼه را واخیسته. په خورا غور مې ولوسته، هغه کرښې چې نجلۍ خپل دې عاشق ته لیکلې وې، داسې وې:
[السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
اې هغه نوې ځوانه چې تازه دې د مور له غېږې دباندې قدمونه ایښي ّدي، زه د هغې په تربیې او روزنې لاړې تو کوم چې ته یې روزلی یې! زه دا منم چې ستا د سوچ او خیال مطابق کوم محبت چې ته یې دعوی کوې، هغه رښتونی او پوخ دی او ته د هغه د ترسره کولو لپاره وفا هم کوې، ځکه د مینې او محبت پيل له لیدلو (نظر لګولو) څخه پېلېږي او پای یې په بدن لګولو سره ختمیږي. ځکه یوه ورځ زما مور خپل زوی عبدالکریم ته وویل: زویه! دا نظر او کتل د شیطان له غشو څخه یو غشی دی او کله چې دا غشي له کمانه (لیندې) ووزي، بیا په خپل زور او ځواک سره لویې کورنۍ په بشپړه توګه تباه کوي. که بدله او غچ اخیستل ونه شي بیا د عزت سر هم ټيټ شي او د انسانو له کلي کوچ وکړي.
نو د دې سترګې نظر باید یوازې خپل خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته منتظر پاتې شي، که نه د قیامت په ورځ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر وړاندې د خپلې مور شرمول او رسوا کول په دې خبره نه دي په کار چې له شرم او پېغوره ډک حالت کې به مړه شوې وي، ما ستا په روزنه کې څه کمی کړی و؟
نو واوره! اې ځان شهزاده بلونکې او ما د دنیا حوره ګڼونکې! زه یوه سیده یم، زما تړاو له عزتمندې مور حضرت فاطمة الزهراء سره دی چې هغه به د قیامت په ورځ د ټولو جنتي ښځو سرداره وي. ما له الله جل جلاله غوښتي او دعا مې کړې چې الله جل جلاله مې په جنت کې د هغې خادمه کړي. نو اوس ته په خپله فیصله وکړه چې زه له تا سره مینه او محبت وکړم او ستا د عشق په دام کې ښکېله شم، بیا خو د خادمۍ خبره پرېږده هغه به ما جنت ته نژدې پرېږدي!؟
اوس پوښتنه دا ده چې سبا ماښام دې باغ ته د ملاقات لپاره درغوښتې یم، زه به هلته هم درشم، خو له تا یوه ژمنه اخلم چې هلته ته به خپله خور هم له ځان سره راولې او زه به مې ورور درولم. ځکه چې ستا په نظر ستا خور په دنیا کې له هر چا شریفه او عزتمنده ده او زما د ورور په نظر کې زه له ټولو ښځو شریفه او درنده یم، له دې وروسته به د دواړو سړیو غلط فهمي لرې شي او بیا چې دا خبر په کلي کې خپور شي نو هر ورور به خپله خور شریفه، عزتمنده او درنده نه ګڼي!
نو په راتلونکې کې به زما په محبت کوونکو باندې احسان وي، چې زما په سبب له دې ګناه څخه لرې شي او یا هغوی ته هر ډول اسانتیا برابره شي، په توره شپه کې کوم ورور خپله خور د باغ د ونو لاندې له ملاقاته ایساره نه کړي. بیا چې دا ګناه دومره عامه شي، نو د غیرت په تعریف به هم ټول پوه شي، چې د خپلې خور لوري ته د چا پورته کتلو مخنیوی غیرت نه دی، بلکې خپلې سترګې د بل چا د خور طرف ته پورته کولو څخه ایسارول د غیرت نوم دی.
اې زما ښایسته عاشقه! ته چې له ما سره محبت کوې، په دې کې د هوس له بویه پرته هیڅ نشته. آیا ستا مور تا ته هغه قران کریم نه دی در ښودلی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وینا یې نه ده در زده کړې چې په هغې د مؤمن مسلمان د حیاء ذکر شوی او حیاء د ایمان یوه برخه بلل شوې؟!
زما لیک چې ولولې غوسه او قهر به درشي، چې ما ستا خور ولې یاده کړې ده، خو د ایمان خبره دا ده چې د هر با حیاء ورور کیفیت داسې وي.
له خپلې خور پرته نورې ښځې شریفې او پاک لمنې نه ګڼل؛ دا یو ناولی سوچ دی او د ناسمې روزنې پایله ده!!
ایا تا د حضرت علي کرم الله وجه هغه فرمان نه دی لوستی چې وايي: خپل فکرونه د اوبو د څاڅکو په څېر صفا وساتئ، ځکه څنګه چې له څاڅکو څخه سیند جوړیږي؛ بالکل همداسې له سوچه ایمان جوړیږي.
تا سره چې کوم ایمان دی، ایا دا یوازې د ځان ښودنې لپاره دی؟ زه تا ته تبلیغ نه کوم، بس دومره درته وایم چې ستا خور ته چې زما ښه ملګرې ده، ستا په څېر کوم بې لارې او بې ایمانه انسان یو لیک ورکړی، د هماغه ونې لاندې یې غوښتې. هغه مهال چې ما تا ته لیک درسپاره، ستا خور د هغه هلک د مینې لیک ته ځواب ورکړ او ورته ویې ویل چې: زه به درسره مینه وکړم، خو په همدې شرایطو چې ما تا ته ویلي. نو که تا ته زما خبرې د منلو وړ وي، نو لاړ شه او خور ته دې هم اجازه ورکړه.
ځکه ما دې په خور هم بالکل همداسې خط لیکلی دی. که مې داسې کړي نه وای، نو هغه هلک سمې لارې ته نه راتلو او نه به ستا خور له بېلارېتوبه بچ شوې وای.
اوس وروستۍ دوه خبرې چې ته یې باید له الله جل جلاله سره وعده وکړې. تا ما ته بد نظر وکړ، نو الله ج په ځواب کې زما په څیر سبق درکوونکې پیدا کړه. ما ستا خور هم له بدې لارې وژغورله، نو که په همدې توګه زما څه احسان درباندې وي، تمه ده چې له خپل ضده واوړې، زه له مجیب الدعوات رب ج دعا غواړم چې ستا ګناه وبښي، ته هم توبه وکړه.
دا زما د لومړۍ مینې لیک دی او زه اعتراف کوم چې له الله جل جلاله او د هغه له حبیب ص سره مینه کوم. که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت یا د فاطمة الزهراء په ژوند کې دا ډول څه وای، چې ته یې غواړې، نو حتماً مې پرې عمل کاوه.
الله ج نه کړي که زما او یا ستا د مور په ژوند کې زرګونه داسې کیسې هم تېرې شوې وای، نو بیا مې هم نه قبلولې. الله ج دې ستا د خویندو او زما عزت خوندي وساتي. ستا د مور، خور، مېرمنې او لور عزت همدا ستا په لاس کې دی، نو که ابلیس دې بیا هم غلطوي، پوی شه چې خلک خپل کور ته د زنا لپاره راغواړې.
د دنیا په بازار کې هر ډول سودا پيدا کیږي. د ښو بدل کې ښه او د بدو بدل کې بد؛ ځکه څنګه چې سیکه وي، هغسې سودا پرې درکول کیږي].

ساجد الله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *