نړۍ

یو شمېر امریکایي پوځیان له نایجریا وتلي

له نایجریا څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په موخه د ټاکل شوي مهال وېش له مخې یو شمېر امریکایي سرتیري وتلي دي.

 د یادو امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د نایجریا او امریکا دفاع وزارتونو په یوه ګډه اعلاميه کې ویلي؛ «د نیامي ۱۰۱ نظامي اډې څخه د امریکایي سرتېرو او وسایلو وتل بشپړ شوي دي. نایجریا کې نظامي مشرانو د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جولای کې د کودتا له لارې د واک ترلاسه کولو وروسته له امریکا سره د یاد هېواد نظامي تړون لغوه کړ او د امریکایي سرتېرو وتلو لپاره یې مهلت وټاکه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button