افغانستان

یو ملي پانګه وال د تالک کانونو برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د ده سبز له ولسوال او په ترکیه کې مېشت افغان پانګه وال سره وکتل.

باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ده سبز ولسوال د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او غوښتنې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.

همدارنګه، ملي پانګه وال په هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو او اوسني وضعیت په اړه خپل نظریات شریک کړي او د خپلو تېرو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.

هغه د تالک ډبرو د پروسس کارخونې د جوړېدو غوښتنه کړې او د هېواد د تالک کانونو په برخه کې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د هېواد په کانونو کې د پانګونې او د کارخونې د جوړېدو په برخه کې د یاد پانګه وال د پانګونې هرکلی کړی او د ده سبز ولسوال ته یې ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو په حدودو کې به د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *