افغانستان

۱۰۰ تنه زده کوونکي د ژمنېو کورسونو څخه فارغ شول

د‌ پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز د انګلیسي او ریاضي زده کړې ژمني درې میاشتني پروګرام څخه څه باندی ۱۰۰ تنه زده کوونکي فارغ او د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.د‌پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي د علم او زده کړو پر ارزښت د غږېد و ترڅنګ فارغ شویو ځوانانو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل د هېواد او علم پرمختګ لپاره وېښو او پوهو ځوانانو ته اړتیا ده.نوموړي همدارنګه د ښوونکو هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه چې هڅه کوي د‌ ځوانانو او او زده کوونکو لپاره د زده کړو برخه کې لا زیاتې آسانتیاوې برابري کړي.ورپسې د ځوانانو چارو آمر حمد الله دانش د یاد آمریت راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې نزدې راتلونکي کې به یاد مرکز کې نوې او ګټورې ښوونيزې برنامې پر لاره واچول شي.نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د‌همغږۍ لپاره ډېرې مثبتې او ګټورې برنامې پر لاره اچولي چې نزدې راتلونکي کې به یې د پلي کيدو شاهدان و اوسو.د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د‌ همغږۍ مدیر احمد‌ جاوید‌ پویش د‌ غونډې ګډون والو د یاد مرکز د‌ فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ځوانان دې د شته فرصتونو او وخت په ګټې اخیستنې هڅه وکړي ترڅو ډېر څه زده کړي او ټولنه د آبادۍ او ښیرازۍ په لوري بوځي.په ورته مهال کې یو شمېر فارغ شوي زده کوونکي د‌ اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د‌ مننې ترڅنګ د مسوولینو څخه غواړي ترڅو د‌ ځوانانو ظرفیت لوړونې او پرمختګ برخه کې لا ډېرې برنامې پر لاره واچوي. د‌غونډې په پای کې فارغ شوي زده کوونکي د‌ تصديق ليکونو په ورکړې وستایل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *