
۱۱ بهرنیو سيلانيانو د هلمند له تاریخي ابداتو لیدنه کړې
تېره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته د جرمني، امریکا، نيوزيلاینډ او سویلي افریقا هېوادونو څخه ۱۱ تنو سفر کړی. یادو سیلانیانو د افغانستان د ډاډمن امنیت ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ افغانستان کې امنیت د دې سبب شوی، چې له بهر څخه سیلانیان دې هیواد ته راځي او د تاریخي سیمو څخه لیدنه کوي. د دوی په وینا په اوسني وخت د سیاحتي سيلانيانو لپاره تر ټولو ښه وخت دی، ځکه په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی. د سویلي افریقا څخه راغلي سیلاني ګینیس ګلیس ویلي، افغانستان د معدنونو له اړخه شتمن هېواد دی، دوی باید د خپلو ولس او وطن لپاره کار وکړي، ترڅو د نورو هېوادونو د اړتیا څخه وژغورل شي.امریکایي انډري ویلي، خوشحاله یم چي له خپلو ملګرو سره مې د دغه تاریخي ولایت له بست کلا او له ځینو نورو تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه.د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنیدو څخه تر دې مهاله دې ولایت ته ګڼ شمېر سیلانیان د مختلفو هېوادونو څخه راغلي دي.