افغانستاناقتصاد او رغونه

۱۱ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هېواد په څلورو ولايتونو کې د کوچني مقياس كان كېندنې ۱۱ ساحې داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کوچني مقياس ۱۱ کان کېندنې ساحې چې په هرات، بادغیس ننگرهار او اروزګان ولايتونو کې موقعيت لري، د علاقه مندانو د خبرولو لپاره اعلان ته سپاري. د سرچینې د معلوماتو له مخې په یادو سیمو کې د سلستین، نفرایت، مرمر ګچ رخام او اراکونیټ کانونه شته دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *