افغانستان

۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.یادې ادارې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه ولایت په ۷۸ میل بندر کې يې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پترول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *