
افغانستان
۱۴ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي
د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې ایران ته د تېلو ۱۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته ګرځولي دي. د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد ټانکر یې له فراه څخه ایران ته مسترد کړي دي. د نورم او ستندرد ملي ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د ټیټ کیفیت تېلو د واردولو مخنیوي په هدف یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.