افغانستاناقتصاد او رغونه

۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر شوي

کندز کې د سپین زردولتي شرکت له لوري د هېواد له کروندو د راټول شويو ۱۵۰ ټنه وچو رومیانو لومړۍ محموله اروپا ته استول شوې ده.په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې مسولینو خوښي ښودلې او دا یې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بللی دی.سپین زر دولتي شرکت چې له تېرو ۲۱ کلونو راهیسې تړلی پاتې و، د اسلامي امارت له راتګ سره بېرته فعال او اوس مهال په کې سلګونه کسان د پنبې، د پنبې د غوړیو، کونجاړې، کاغذي دستمالونو او نورو توکو د تولید په برخه کې په کار بوخت دي.د دغه شرکت مسولینو زیاته کړې، چې د وچو رومیانو سربېره یې لاسي صناع هم د دغه شرکت له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې مخکې تر دې د افغانستان تولید غیرې الکولي مشروبات او ځینې نور تولیدات هم بهرنیو هېوادونو، ان واشنګټن ته صادر شوي دی دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *