لیکنېمقالی اوتبصرې

۲۰۲۳ م کال د افغان کډوالو لپاره څومره له ستونزو ډک و! ؟

له پاکستان او ځينو نورو ګاونډيو هېوادونو د افغان کډوالو را ايستل د ۲۰۲۳ زيږديز کال له مهمو پېښو څخه وو، چې لا هم د ايران او ترکيې هېوادونو له لوري له افغان کډوالو سره بد چلند دوام لري او سلګونه کډوال بېرته افغانستان ته را شړل کېږي.په دغه کال په پاکستان کې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې له ټولو ډېرو افغان کډوالو ته ځای ورکړی و، د لنډمهالي حکومت په راتګ سره د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې بدلون راغی، پاکستاني چارواکو د اکتوبر په درېيمه په يوه بې ساري اقدام کې د ۱،۷ ميليونه افغانانو په ګډون په پاکستان کې مېشتو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړل شو، چې له پاکستان خاورې ووځي!که څه هم د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان له لنډمهالي حکومته د بيا کتنې له پرله ‌پسې غوښتنو سره سره، پاکستان په ځينو مواردو کې تر دې هم وړاندې ګام کېښود او افغان کډوال يې تر پخوا ډېر وځورول، پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو پر وړاندې د بې عدالتۍ پرېکړه وکړه،چې له يوې خوا سوړ ژمی په راورسېد، له بلې خوا پاکستاني کرنيلانو د افغان کډوالو وهل ټکول، ځورول او زندانونو ته اچول پيل کړل، د دې په څنګ کې ورسره د افغان کډوالو په کورونو چاپې وهل کېدې، زېورات يې لوټېدل، شتمنۍ يې ترې ګرځول کېدې، حتی له ۵۰ زره ډېرو کلدارو، څارويو او ډېرو نورو قيمتي توکو د لېږد اجازه هم نه ورکول کېده، نو په داسې حالاتو که به افغان کډوالو ته زښته ډېره سخته وي،چې تش لاس يې خپل ټاټوبي ته را وشړي.خو دا يوازې پاکستان نه و، چې په دې کال کې يې د افغان کډوالو په ايستلو لاس پورې کړ، ايران او ترکيې هم په دغه کال کې د افغان کډوالو پر وړاندې په يو ډول ستونزو زياتولو کې ځانګړی رول درلود، دا لومړی ځل نه دی، چې له افغانانو سره د ايران او ترکيې د ناوړه چلند او يا جبري ايستلو په تړاو راپورونه ورکول کېږي، بلکې څه وخت وړاندې د بښنې نړيوال سازمان له افغان کډوالو سره د ايران پر ناوړه چلند هم اندېښنه ښودلې وه او له ايراني چارواکو يې غوښتي و، چې د افغانانو جبري ايستل بند کړي او هلته مېشت کډوالو سره غير انساني چلند ته د پای ټکی کېږدي،خو لا هم په دې اړه د ايران له لوري کوم مثبت ګام نه تر سترګو کېږي.په هر حال د افغانانو ځورونه يوازې په پاکستان پورې محدوده نه وه، بلکې په ايران او ترکيې کې هم د يو شمېر افغانانو پر وړاندې له کېدونکي ناوړه چلنده شکايتونه اورېدل کېږي،داچې په ګاونډيو هېوادونو کې ميليونونه کډوال مېشت دي، چې وخت نا وخت له خورا زياتو ستونزو سره مخ کېږي،په دې برخه کې له ګاونډيو غوښتنه کوو، چې د افغانستان د جګړه ځپلي وضعيت په پام کې نيولو سره له افغان کډوالو سره د ښه چلند تګلاره غوره کړي او د افغان کډوالو پر وړاندې شته ستونزې له منځه يوسي.که څه هم د الله په فضل او مهربانۍ سره په افغانستان کې سرتاسري امنيت راغلی، خو په ورته وخت کې له اوږدو جګړو راوتلي افغانستان کې لا هم د کډوالو د راستنېدو لپاره د اقتصادي وضعيت ستونزې يادولی شو، له دې امله ګاونډيو هېوادونو ته په کار ده چې لا هم افغان کډوالو ته له صبر او زغم څخه کار واخلي او هېڅکله ګاونډيان افغان کډوال د سياسي فشارونو وسيله ونه ګرځوي. دغه راز په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو د غيرعادلانه محکمو، د ښوونې او روزنې او روغتيا خدماتو ته په لاسرسي، د پوليسو له خوا ځورونې، د وېزو په برخه کې شته ستونزې، د افغان کډوالو شتمنيو او کاروبارونو ته ګواښونه هغه څه دي، چې افغانان يې تل پر وړاندې اندېښمن وي، نو حکومت ته په کار ده،چې له يادو هېوادونو سره د افغان کډوالو ستونزې حل او مقابل لوري ته هم په کار ده،چې پر خپلو پاليسيو غور وکړي.لنډه داچې د افغان کډوالو په وړاندې د تېر ۲۰۲۳زيږديز کال ستونزه نه د پاکستان پر ګټه وه، چې افغان کډوال د خپلې خوښې خلاف هېواد ته په اجباري ډول راستانه کړي او نه هم د افغانستان په ګټه وه، چې ميليونونو افغان کډوالو ته په يوه وخت هرکلی ووايي.د دې ترڅنګ له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت ناسم چلند نه يوازې دا چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو پر اړيکو منفي اغېز شيندي، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ هم شته اشتراکاتو ته په کتو سره منفي پايلې لرلی شي، له همدې امله په ګاونډيو هېوادونو کې پر افغان کډوالو راغلی وضعيت هېڅ يو افغان ته د منلو
وړ نه دی!

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *