لیکنېمقالی اوتبصرې

۲۰۲۳ کال د فلسطینیانو لپاره ترټولو خونړی و

د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال وروستۍ درې میاشتې پر فلسطینیانو د اسرائیلي رژیم له لوري د مرګونو بریدونو او توغندیو تر باران لاندې تېرې شوه.
د خپرو شویو ویډیو ګانو او ژوندیو رپوټونو په حواله، د غزې فضا د باردو بوی نیولې وه، خلکو به د خپلو زخمي بچیانو بدنونه په غاړه کړي وو او د هغوی لپاره به په روغتونونو کې د ژوند لټولو لپاره سر وهلي در وهلي ګرځېدل.
د معلوماتو له مخې د اکټوبر میاشتې له ۷مې تر دا مهاله د اسرائیلي صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۲۱ زره او ۸ سوه څخه اوښتی دی.
او۵۶ زره ۴ سوه او ۵۱ تنه زخمیان شوي دي.
د فلسطین د سرشمېرنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د ۱۹۴۸م کال له ناورین وروسته ۲۰۲۳ کال د فلسطینیانو لپاره له ټولو خونړی او زړه بوږنوونکی کال و، چې د نورو کلونو په پرتله په کې له ټولو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تازه معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه ورځ کې ۱۸۷ کسان د اسرائیلو په تازه بمباریو او بریدونو کې وژل شوي دي.

له غزې څخه په خپرو شویو رپوټونو کې ښکاري، چې اسرائیل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې یې ۳۱۲ روغتیايي پرسونل په شهادت رسېدلی او ۹۹ تنه له اسرائیلي پوځ سره له بېلابېلو شکنجولاندې برمته دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه له پراخو خونړیو بریدونو، زرګونو فلسطینیانو له وژلو او د خلکو له ربړولو سره سره، اسرائیلي رژیم د بریا څرک نه ویني او تر اوسه یې د حماس غورځنګ له ممکنه بریدونو څخه د ځان خوندي ساتلو ډاډ نه دی حاصل کړی.
بل لوري ته د خوړو د نړیوال سازمان په ګډون ډېرو نړیوالو سازمانونو او له امریکا پرته د ملګرو ملتونو ګڼو غړو په غزه کې د روان بشري ناورین او د فلسطینیانو د ټول وژنې د درېدو لپاره د ډزبندۍ غوښتنه کړې خو د اسرائیلي رژیم مشر بنیامین نتنیاهو او سپینې ماڼۍ د جګړې په جاري ساتلو ټینګار کړی چې پخپله عام اسرئیلي وګړي هم د جګړې پر جاري ساتلو خوښ نه دي.
تېره ورځ په تل ابیب کې زرګونه اسرائیلي وګړو، د دې لپاره چې نتنیاهو پر خپل جګړه ییز دریځ ټینګ ولاړ دی، د هغه د بې واکه کېدو په پلوۍ لاریون کړی. د هغه ځینې منتقیدینو ویلي، چې د خپل سیاسي پایښت لپاره د جګړې اوږدول غواړي.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *