افغانستان

۲۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کورنیو چارو وزارت د هېواد په ۳ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۲۰ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې په کابل، تخار، سرپل او کندهار ولایتونو کې یې ۲۰ تنه د قتل، غلا، قاچاق او جعل کارۍ په تور نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بریا سره په هېواد کې د جنايي جرمونو د پېښو کچه را ټیټه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *