افغانستان

۲۴ ساعتونو کې دوه بریاوې؛ افغانستان په کرکټ کې سريلانکا ته ماتې ورکړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په هند کې د نړیوال جام په روانو تمریناتي لوبو کې د سریلانکا ملي او د افغان ابدالیانو لوبډلې بیا د چین په اسیایي سیالیو کې د سريلانکا الف لوبډلو ته ماتې ورکړه.
د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې چې تېره شپه ترسره شوه، لومړی توپوهنه سريلانکا وکړه او په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۹۴ منډو هدف وټاکه.
دغه لوبه د باران له امله را کمه شوه او د ډي اېل اېس سیستم پر اساس افغانستان ته په ۴۲ اورونو کې د ۲۵۷ منډو هدف غوره شو، چې افغان لوبغاړو د رحمن الله ګربز او رحمت شاه زرمتي د غوره توپوهنې پر مټ وکولی شول یاد هدف ترلاسه او بریا خپله کړي.
بل خوا په چین کې د اسیایي لوبو په درشل کې نن چهارشنبې افغان ابدالیانو لوبډله د سریلانکا الف پر وړاندې په یوه شل اوریزه لوبه کې مخ وه.
د دغې لوبې لومړی توپوهنه افغان ابدالیانو لوبډلې وکړه او په ټاکل شویو اورونو کې یې د ۱۱۷ منډو هدف سیالې لوبډې ته ورکړ.
سريلانکا الف لوبدلې دغه هدف پوره نه شو کړای او ټول لوبغاړي یې د لوبې په شلم اور کې له لاسه ورکړل او لوبه یې افغانستان ته وبایلله.
د دغې لوبې په ګتلو سره افغان ابدالیان نیمه پایلوبې ته ورسېدل او ټاکل شوې نیمه پایلوبه کې له پاکستان شاهین لوبډلې سره مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان تر دا مهاله په اسیایي سیالیو کې څلور د برنزو مډالونه کټلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *