افغانستان

۲۶ نـوې ولسوالــۍ جوړيـږي

شریعت: دکورنیو چارو وزارت وایي، ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د دغو نویو جوړېدونکو ولسوالیو لپاره د تشکیل پر جوړښت کار روان دی.

شریعت: دکورنیو چارو وزارت وایي، ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د دغو نویو جوړېدونکو ولسوالیو لپاره د تشکیل پر جوړښت کار روان دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، دغه ۲۶ ولسوالۍ په ۱۲ بېلابېلو ولایتونو کې جوړیږي چې له هغې ډلې پنځه داسې ولسوالۍ هم دي چې پخواني جمهوري دولت په تشکیل کې زیاتې کړې وې او ملکي تشکیل یې ورکړی و، خو دوی به نظامي تشکیل هم ورکړي. د ټکور په وینا چې د دې پرېکړې په لاملونو کې د دغو ولسوالیو د مساحت او نفوس په ګډون د خلکو غوښتنې هم په پام کې نیول شوې. خو معلومه نه ده چې دا ولسوالۍ په کومو ولایتونو کې جوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *