افغانستان

۳۴۳بېوزلو کورنیو ته د نغدي مرستو وېش

افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل کې ۳۴۳ بېوزلو کورنیو ته چې د کورنۍ غړیو شمېر یې ۱۷۳۴ تنو ته رسېږي، ۱۶میلیونه او شپږ زره افغانۍ نغدي مرستې ووېشلې.د دې ټولنې مسوولین وایي، هرې مستحقې کورنۍ ته یې پنځه‌زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر مطیع‌الحق خالص وایي، په تېر یو کال کې یې له کابل ښاره څه باندې ۴۱زره سوالګر راټول او بایومټریک کړي دي.
نوموړی زیاتوي، په یادو بېوزلو کې څه باندې ۱۸زره یې مستحق او پاتې نږدې ۲۳زره یې حرفوي وو.خالص د بېوزلو کورنیو ته د نغدي مرستو ورکړې په هدف جوړې شوې ناستې ته وویل، تراوسه یې په ټول کابل کې ۱۲۴۹ کورنیو ته چې د غړیو شمېر ۶۶۱۲تنه کېږي، څه باندې لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.«په لومړي سر کې موږ د هرې کورنۍ غړي ته د میاشتې دوه زره افغانۍ ورکولې، خو زموږ د بودجوي ستونزو له کبله پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به هرې کورنۍ ته د میاشتې ۵زره افغانۍ ورکوو.‎»د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو مشر مولوي الیاس خیل ناصري بیا پر نړیوالې ټولنې او نورو بنسټونو غږ وکړ چې په‌دې سختو اقتصادي شرایطو کې د افغان غریبو وګړو لاسنیوی وکړي.نوموړی وایي، نړیواله ټولنه دې سیاسي زور له غریبو افغانونو نه باسي.«موږ له نړۍ غوښتنه کوو چې د یو بشر په صفت او له مسلمانو هېوادونو مو د یو مسلمان په خاطر غوښتنه ده چې له موږ سره مرستې وکړي، ترڅو دغه غریبو وګړو ته یې ورسوو.»که څه هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین ژمنه کوي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به هرې مستحقې کورنۍ ته د میاشتې ۵زره افغانۍ نغدي مرسته ورکوي، خو یو شمېر مستحقې کورنۍ بیا وایي، په ۵زره افغانیو یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي.زرغونه هغه مېرمن ده چې د افغاني سرې میاشتې له خوا مستحقه پیژندل شوې ده.نوموړې وایي، اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي یې له ژونده زړه ورتور کړی دی.«اوس یې ماته ۵زره افغانۍ مرسته راکړه، خو دومره سخته قیمتي ده چې په کور کې د کچالو په ارمان یوو.»زرمینه هم د زرغونې غوندې د ژوند له سختو کړاوونو سر ټکوي.«زه اوس‌مهال په کور کې نه اوړه لرم او نه هم غوړي لرم. زه له اسلامي امارت نه غواړم چې دغه مرستې بیا بیا راسره وکړي.»د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین داسې مهال د کابل ښار له ۳۴۳بېوزلو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي چې د دغه لوی ښار هر واټ لا هم له غریبو وګړو خالي نه‌دی.په دغو وګړو کې ډېری تنکي عمر ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *