افغانستان

۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې

په لوګر کې د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، چې په تېره یوه میاشت کې یې نږدې ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.
د دغه ولایت د کرنې او غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېټې رئیس مولوي سید امین هاشمي باختر آژانس ته وویل، چې ۴۸۹ جریبه دولتي ځمکه، چې په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې د یو شمېر کسانو لخوا غصب شوې وه، د يوې میاشتې په لړ کې د یاد کمېټې د غړیو په ګډه همکارۍ او هغمږۍ له غصب بېرته راګرځول شوې ده.
هاشمي زیاته کړه، چې د تخنیکي ټیمونو سروې او هڅې دا ښیي، چې په ټولیزه توګه لوګر کې شاوخوا ۵۰ سلنه دولتي ځمکې غصب شوې، چې د بېرته راګرځولو لپاره یې پوره هڅې روانې دي.
نوموړي وویل، چې د بېرته راګرځول شویو ځمکو د غصب په اړوند لسګونه کسان له نیولو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي، چې د قوي تضمین تر اخېستلو وروسته خوشې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په موده کې د دغه کمېټې لخوا د دې ولایت د مرکز په ګډون ولسوالیو کې څه باندې ۵۰ زره جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *