
افغانستان
۶۷ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ازبیکستان ته مسترد شول
د سټنډرډ ملي ادارې ازبکستان ته د لسګونو واګونو بې کیفیته تېلو له بېرته مستردولو خبر ورکړی دی.یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې وړمه ورځ يې په حیرتان بندر کې يې ۶۷ واګونه بې کیفیته تېل«ډیزل او پترول»چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ازبکستان ته مسترد کړي دي.خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې په دومره لویه کچه بې کیفته تېل بېرته ازبکستان ته ورګرځول کېږي.