
افغانستان
۷ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد شول
د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۷ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې په نیمروز بندر کې یې ۷ ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم سلګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي وو.