افغانستان

۸۰ لرغوني اثار ملي موزیم ته وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رياست چارواکي وايي، چې د کابل ښار په څنډه کې يې ٨٠ لرغوني اثار ملي موزيم ته سپارلي دي.په تسلیم شویو لرغونو اثارو کې د خټو لوښي او جیګونه، د تېلو د سوځولو د خټو څراغونه، جوشونه، آرائشی ډبرې او د کوشانیانو او ساسانیانو د دورې د مسو مشکونه شامل وو. دغه لرغوني اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رياست له خوا د لوګر د عينک او د کابل د شيوک له مسو څخه کشف شوي دي.دغه اثار د کمیټې له خوا تر پاکولو، ساتنې او ثبتولو وروسته ملي موزیم ته وسپارل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *