
۹سنبله؛ هوکې یوه ستره ورځ ده…!
د سنبلې نهمه ، دقیقا هماغه ورځ، چې داشغالګرو پوځي ځواکونو وروستی بهرنی پوځي زموږ له هیواده د تیښتې پښې سپکې او د تل لپاره یې دا هیواد، خپلو اصیلو بچیانو ته پرېښوده.
هغوی چې دوه لسیزې وړاندې یې د صلیبي جګړو تر نوم لاندې د افغان پر خاروه برید ترسره او د مختلفو موخو لپاره یې د دغه ټاټوبي بچیان وځورول او د خپلو عقیدوي او فکري ارزښتونو د تپلو هڅه یې پرې وکړه؛ چې بالأخره نامراده او سرټیټي له دې هيواده وشړل شول .هغوی چې د ملګرو ملتونو تر نوم لاندې یې د خپلو توشیح شویو قوانینو خلاف دلته څو افغان نما څیرې را باندې واکمنې او د هغوی په توسط یې خپلو موخو ته د رسیدو هڅه کوله؛ تر روسي، انګریزي او نورو پخوانیو اشغالګرو څخه ډیر تضعیف او بې روحیې شول.
هوکې! دوی وکولای شول، د څه متاع قلیل «ډالرو» په مټ خپلو کوربنو «افغان نما» څیرو ته دا فکر ور کړي، چې دا جګړه، د دوی د ترسیم شوې واکمني «جمهوریت» د استحکام لپاره ده او امریکایي وینه او پیسه یې په دفاع کې خرچ کیږي؛ خو په اصلي مجالسو کې به یې ددې جګړې ټوله موخه د خپلو ګټو ساتل بلل.
حتیٰ وروسته یې هغو افغان نما ملګرو هم دا اقرار کاوو، چې افغان زلموټي د اسلامي امارت دمجاهدينو پرخلاف د دوی داصلي خونې «نیویارک او واشنګټن» د تحفظ لپاره قرباني ورکوي.
بلې!
جګړې وشوې، سخت ناورینونه راغلل، کلي او ښارونه مو په اورونو کې وسوځیدل؛ نه مو د مظلومیت چیغه چا اوریده او نه مو هم د بې وسۍ اوښکې چا پاکولې.
خو منان ذات بیا تر شل کلن ازمایښتي پړاو داسې را وایستو چې د دې لویې جګړې ټول زور یې راته د یوه بې وسه او بې کسه غلیم پر وړاندې د یوه کوچني تحرک په څیر ښکاره کړ.
مونږ ته یې قوت را وباښه، حوصلې یې را لوړې کړې او دا فکر یې راکړ، چې کوم څه تاسو یې کلونه کلونه د لاسته راوړو په تلوسه کې واست، هغه د ۱۰ ورځني مقاومت په نتیجه کې له کوم زور او ځواک کارولو پرته ترلاسه کیدلی شي.
اوس باید له دې پوهېږو چې مونږ د یوه ښه حکومت او ادارې جوړولو لپاره هم ستر ازمایښتي پړاو ته ننوتلي یو.
هر تحرک مو د څښتن تعالیٰ (ج )لخوا څارل کیږي او زمونږ د نیت او اخلاص مطابق راسره تعامل کیږي.
راځئ د یوه سوچه اسلامي نظام د جوړښت تر څنګ د یوه مترقي او پر ځان بسیا هیواد لپاره هم په بشپړ اخلاص مټې را ونغاړو!
خالق یار احمدزی