افغانستانراپورونه

؛د شریعت ورځپاڼې ځانګړی راپور ترافیکي پیښو کې ۲۸25 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې حسن خان اتل

د ترافیکي نظام نه شتون او د لويو لارو خرابوالی د پيښو د زیاتوالي اساسي علتونه دي 

د ترافیکي نظام نه شتون او د لويو لارو خرابوالی د پيښو د زیاتوالي اساسي علتونه دي

افغانستان یو له هغو هیوادو څخه دی، چې زیاتې ترافیکي پیښې پکې کیږي، دغه پیښې مختلف لاملونه لري لکه د منظم ترافیکي سیستم نه شتون، د لوی لارو خرابوالی، په ښارونو کې د کراچیو ډیروالی او دې ته ورته نور لاملونه، په دې اړه زمونږ خبریال حسن خان اتل راپور جوړ کړی دی. د افغانستان د ترافیکو عمومي  ریاست شمیرې ښیي، چې په ترافیکي پیښو کې زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخواه وایي: د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې د هیواد په کچه (۱۲۱۱) ترافیکي پیښې ثبت شوي دي، چې له امله یې (۹۳۰) کسان مړه او (۱۸۹۵) نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی خیرخواه زیاتوي، د یادو پیښو له جملې څخه (۶۳۷) فوتي دي او پاتي نورې یې هغه پیښې دي، چې خلک پکې زخمیان شوي دي او مالي زیان ورته اوښتی وي.

نوموړي وایي په لویو لارو کې د ترافیکو نشتوالی، د ترافیکي نظام ګډوډي، په پیاده راونو کې د شاروالۍ لخوا غرفې نصبول، د لویو لارو تنګوالی او د سرکونو تخنیکي ستونزه  د ترافیکي حادثو لاملونه دي.

همداراز د غزني اوسیدونکی احمد وایي: د غزني او د کابل ترمنځ سرک ډېر خراب شوی دی او موټر په ډېر سرعت سره ځې، چې له امله یې زیاتي ترافیکي پیښې رامنځه کیږي.

ښاغلی خیرخواه زیاتوي چې په تیرو کلونو کې مسولینو خپل مسولیت نه ده ادا کړی، لویې لارې خرابي شوي دي او اوږد مهاله جکړو سرکونه او پلچکونه ویجاړ کړي، چې په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا ده.

په دې برخه کې مو د ترانسپورټ وزارت اته کاله مخکې طرزالعمل لیږلی وه، خو هغوی په دې برخه کې کوم اقدام ونکړ.

په وروستیو کې مو د ښاروالۍ، صحت عامې، اطلاعاتو او فرهنګ، فواید عامې او ترافیکو ریاست په ګډون یو پلاوی ولیږه، تر څ

 د هیواد له ټولو لویو لارو څخه لیدنه وکړي، شته ستونزې په نښه او زر تر زره یې حل کړي.

د یادونې وړ ده د سږ کال ترافیکي پیښې د تیر کال په پرتله دوه برابره زیاتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *