تاریخ او جغرافیهلیکنې

آیا دوی ظالمان نه دي ؟

د تاريخ په اوږدو كي ځيني پرننګيان مكې مكرمې، مدينې منورې او د حجاز نورو سيمو ته يا غلچكي يا د مسلمان په لباس کي يا په نورو ډولونو ورننوتلي دي!! چي ځيني یې مسلمان سوي، ځيني وژل سوي دي او ځيني یې خپلو وطنو ته په رسيدو سره خپلو واکمنانو ته د هغوۍ سياسي او ښکيلاکي موخو د پلې کولو لپاره رپوټون او ليکني وړاندي کړي دي پر دې سربيره صليبي جګړمارو د مکې مکرمې او مدينې د نيولو هڅي هم کړي دي!!
په ۵۶۷ سپوږميز كال چي صليبي عيسويانو عكا لاندي كړې وه، پر مدينه منوره باندي يې د ناپاک بريد كولو، د نبوي مسجد او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مقدس قبر د ورانولو او د رسول (صلی الله علیه وسلم) د مبارک جسد د وړلو پلان جوړ كړى وو!! ځيني وايي: د كرک د كلا رئيس پرنس ارناټ په ځينو ماخذونو کي رينالډ او په ځينو کي رينانډ Renad ياد سوى دى لوړه کړې وه چي هغه به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) العياذ باالله له مدفن څخه د هغه مبارک جسد راکاږي او سوځي به يې.
په دې موخه هغه د ۵۷۷ سپوږميز كال د امام حسن او امام حسين (رضي الله عنهم آجمعین) د مياشتي په لومړۍ نيټه د يكشنبې په ورځ خپل پياوړی پوځ له عكا څخه د مدينې مورې پر لور وخوځا!! هغه د څو بيړيو ټوټې سره جلا كړې، پر اوښانو يې بار كړې، كله چي د ايله عقبي ته ورسيدى، د عقبي په خليج كي يې هغه ټوټې بيرته سره واچولې! او بيا يې د هغو څخه په استفاده ينبع ته نژدې د حوراء پر ساحل او قافلو بريدونه وکړل او د يوې ورځي په واټن مدينې منورې ته نژدې سول!!
دغه مهال د اسلام اتل غازي صلاح الدين ايوبي ډير سخت ناروغه وو او پوځونه يې هره خوا د صليبيانو سره په جنګ اخته وو، مګر بيا هم د ايوبي كورنۍ يو قوماندان عزالدين فرخ شاه چي چمتوالی يې هم نه درلود او په بل روايت کي حسام الدين لؤلؤ د پرنس ارناټ مخنيوي ته ورغلى، داسي يوه زوروره حمله يې پرې وكړه چي د پرنس پوځ په زرونو مړي پريښوول او نور یې وتښتیدل، چي له دې وروسته پرنس د ختيځ پر ارشو هيڅ ټينګ نه سو، او ارمانونه يې ګورته يوړل!!
ابن جبير (رحمة الله علیه)په خپله سفرنامه كي ددې پيښي يادونه كوي او وايي: كله چي اسكندریې ته ورسيدو ومو ليدل چي ډلې خلګ د رومي اسيرانو ليدو ته ور درومي، اسيران يې چپه پر اوښانو سپاره كړي وو! ډول او سرنا يې پسي وهله هغه د پوښتنو او د وركړل سوو معلوماتو پر اساس دغه كيسه كوي او وايي: دغو مسيحي پوځيانو د حاجيانو بيړۍ لوټ كړي وې!!
د حاجيانو شپاړس (۱۶) بيړۍ يې سوځلي وې، بيا چي عيذاب نومي ځاى ته رسيدلي وه د حاجيانو يوه بله بيړۍ يې نيولې وه! د عيذاب پر لار يې د حاجيانو بل كاروان لوټ كړى وو او ټول كاروانيان يې وژلي وو.
د يمن د سوداګرو دوې نوري بيړۍ يې چي د مكې مکرمې او مدينې منورې د يو كلني آذوغي څخه ډكي وې هم سوځولې وې او د يوې ورځي په وټن مدينې منورې ته نژدې سوي وو، چي له مصر او اسكندريې څخه د مسلمانانو بيړۍ پسي ورورسيدې او له بله پلوه د نامتو حاجب لؤلؤ نومي په قومانداني هم مغربي سمندرې پوځ پسي ورورسيد، چي د جګړې په پايله كي ځيني مسيحيان ووژل سول او ځيني اسير ونيول سول.

فرید احمد (مبارز)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *