تاریخ او جغرافیهلیکنې

احمد حسین دیدات د اسلامي نړۍ مناظره کوونکی، مبلغ او لیکوال

احمد حسین دیدات چې په احمد دیدات هم مشهور دی، یو مسلمان عالم، مبلغ او لیکوال وو، نوموړی د ۱۹۱۸ م کال د جولای په لومړۍ نېټه د هند د ګجرات ایالت د سورت په تادکیشور ښار کې زیږیدلی دی، نوموړی ۹ کلن وو چې کورنۍ يې وروسته سویلي افریقا ته مهاجره سوه. دیدات د دربن په ښار کې د اسلامي تبلیغاتو په مرکز کې زده کړي وکړې، هلته یې عربي او اسلامي علوم زده کړل. هغه د اسلام او مقابلو مذاهبو د څيړنې سره علاقه پیدا کړه او د انجیل په ګډون د نورو مذهبي متنونو مطالعه یې پیل کړه. هغه د فرنیچر د پلورونکي په توګه هم کار کاوه او بالاخره یې خپل پلورنځی پرانيست.
په 1950 م کال کې دیدات د اسلام د مبارک دين د تبليغ چاري پيل کړې او د اسلام په اړه یې د لیکچرونو ورکول پیل کړل.
هغه په 1957م کال کې په ډربن ښار کې د اسلامي تبلیغاتو نړیوال مرکز (IPCI) تاسیس کړ، تر څو غیر مسلمانانو ته د اسلام د مبارک دين پیغام خپور کړي. هغه د کتابونو، پمفلټونو، او د خپلو ویناوو غږیز او ویډیو ریکارډونه هم پیل کړل.
احمد دیدات د عیسوي پوهانو سره د هغه د بحثونو لکه د عیسی، انجیل او تثلیث په اړه د بحثونو لپاره نړیواله پیژندل سوې څهره ده. هغه د خپل تیز عقل، طنزيه او جارحانه بحث کولو طرز درلودونکي له مخې مشهور سوی کس دی.
د هغه په مناظرو او لیکچرونو کي اکثرا په لویه اندازه اوریدونکو ګډون کاوه او په تلویزیون او راډیو کې هم د هغه ليکچرونه خپریدل. دیدات د اسلام د ترویج په برخه کې د خپلو کارونو له امله څو جایزې تر لاسه کړې چې په کې په ۱۹۸۶ م کال کې د اسلام د خدمت لپاره د پاچا فیصل جایزه هم شامله ده.
هغه خپل دې رسالت ته ادامه ورکړه تر څو چې په ۱۹۹۶ م کال کې د مغزي سکتې له امله هغه فلج سو او د خبرو توان یې له لاسه ورکړ. نوموړی د ۲۰۰۵ م کال د اګست په اتمه د جنوبي افریقا په ډربن ښار کې د ۸۷ کلونو په عمر وفات سو. د احمد دیدات میراث د (IPCI) د لارې ژوندۍ دي، داسي ميراث چې د تعلیمي او کلتوري پروګرامونو د لارې اوس هم اسلام ته د ودې ورکولو دنده په غاړه لاري او په دې برخه کي خدمتونه وړاندي کوي. د هغه مناظرې او لیکچرونه اوس هم په پراخه کچه شتون لري او د مسلمانانو او غیر مسلمانانو لخوا مطالعه کیږي. هغه د اسلام د یوه جذاب مدافع او تکړه مناظره کوونکي په توګه یادیږي چې د اسلام پیغام یې د نړۍ میلیونونو خلګو ته رسولی دی. روح دې ښاد وي

        فرید احمد مبارز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *