ساینس او ټکنالوجي

اداره او ګوزاره؛ تجربې څه وايي؟ مفتي وقایت الله وقار

د ادارې د علم پوهان ډېر دي او که کم خو په مونږ دا ټکه رالوېدلې چې د ادارې په ډګر کې ډېر پاتې يو، هسې خو د ادارې پوهانو په نظر چې هر انسان د خپل ژوند مدير دی،

د ادارې د علم پوهان ډېر دي او که کم خو په مونږ دا ټکه رالوېدلې چې د ادارې په ډګر کې ډېر پاتې يو، هسې خو د ادارې پوهانو په نظر چې هر انسان د خپل ژوند مدير دی، مونږ که په دې حساب کوو؛ نو په فردي ژوند کې په خپلو کمزوريو ټول ښه پوهېږو او ددغه مديريت په ناکامۍ بحث ته هيڅ اړتيا نه شته، البته دلته هغه وګړي حتما مستثنی دي چې د وطن په دغسې ګډوډ حالت کې هم دومره مهذب او متمدن دي چې خپلې ټولې چارې ېې د ځانګړي پلان او لائحې له مخې تر سره کېږي، په دوی سل وارې آفرين او رب دې دغسې خلک لا ډېر کړي.

دلته چې له ادارې کومه معنی مراد ده؛ نو زمونږ په ټولنه کې مروجه ده او تر ډېره پورې په تعليمي، اقتصادي، سياسي، نظامي، تربيتي او… ډګرونو کې ورباندې خلک آګاه دي، ورته متوجه دي او ډېر خلک پکې بوخت
دي.

هغه څوک چې مونږ ورته مدير وايو، د اړونده ادارې ټولې چارې په حقيقت کې د هغه په لاس کې وي، هغه کولی شي چې اداره د کاميابۍ تر درشله  ورسوي، لکه څنګه چې کولی شي ادارې ناکامه کړي.

په مديرانو کې ډېری ېې داسې دي چې په خپلو اصولو مين وي، هغوی ته دا مهمه وي چې اصول ېې بايد عملي شي، څوک ېې د اصولو په اړه نامناسب روش ونه کړي او که هر ډول حالات وي، بايد هغه څه چې دی او اداره  ېې غواړي، تر سره شي، دوی متشدد او توند خويه تګلاره لري، له دوی سره پاتې کېدنه او خدمت د هر چا له وسې پوره نه دی، په دې بنياد دغه ډول مديران چې په کوم ځای کې موجود وي، هغه د افرادو په زر بدلېدو کې ريکارډ لري او څوک ېې په اړه ددې يقيني ويلی نه شي چې تر لاس لاندې وګړو کې به ېې يو کس هم تر عمره ورسره پاتې شي.

د مديرانو يو بل قسم داسې دی چې دوی کاملا په انډيوالۍ باندې باوري دي، دوی داسې انګېري چې ټولې چارې بايد په صميمانه  فضاء کې تر سره شي، اصول او لوائح چې مقرر دي، ددې په خاطر دي چې خلک په خپله پوه شي او ځانونه منظم کړي، که خلکو مراعت کړل؛ نو کور ېې ودان او که خلکو ورته ډېره توجه نه کوله؛ نو ګوذاره ورسره په کار ده او محاسبې ته ېې اړتيا نه شته، خپله به د وخت په تېرېدو سره هر څوک پوه شي چې څه بايد وکړي او څه بايد ونه کړي؟ څه ېې بايد کړي وی او څه ېې بايد نه وی کړي؟

د کتابونو او واقعيتونو له هندارې که د مديرانو دغه دوه کټه ګورۍ وارزول شي؛ نو دواړه به د ټولنې په اړه بې ګټې وګڼل شي او د هغې لامل دادی چې د دواړو تاوان له ګټې زيات راځي، هغه مدير چې ټول په ټوله په اصولو او لوائحو ټينګار کوي او له خپلو اصولو او لوائحو ېې د قرآن کريم ټکی جوړ کړی وي چې مخکې او وروسته ېې هم چا سره نه مني؛ نو دی په زوره د خپلو افرادو د نوښت او پرمختګ دروازه بندوي، دی په دغسې جبري تعامل سره خپل افراد دومره بند ساتي چې صميميت، مينه او د احترام اړيکه هر څه ختمېږي، دوی خپلو افرادو ته داسې حس ورکوي چې ګويا تاسو د ماشين د ابزارو په توګه ياست چې کله هم درڅخه استفادې ته اړتيا وه، بايد (نه) ونه کړئ او چې څنګه مونږ استعمالولئ؛ نو راسره منئ به ېې! دا نو کله شونې ده.

دا ټولنه د غرب په څېر ماشيني ټولنه نه ده، هلته  خو له انسان څخه ماشين جوړ دی، انسان له ټولنې سره يوازې په مادي اړخ کې تعامل لري او بس، نور نو د پلار خپل کار دی او د زوی خپل، د ښځې خپله لاره ده او د خاوند خپله او… دلته خو بشر هغسې نه دی، دلته پراخه اجتماعي مسؤليتونه د ټولنې په فرد فرد بار دي او هغه سره له دې چې ما سره په اداره کې دی او زه پرې حقوق لرم، په ټولنه کې هم اوسېږي او د ټولنې بېلابېلې پاټکي ترې غوښتنې لري، که زه له هغه غواړم چې سل په سله ماته ځان وزګار کړي، دا نو داسې غوښتنه ده چې زما د اداري فرد لپاره ېې منل ناشوني دي.

له دې ځايه نو ښه پوهېږو چې په اداري تعامل کې يوازې په اصولو ټينګار او د اصولو د تعميل هڅه درسته نه ده.

هغه مديران چې د اصولو په اړه د نرمۍ او صميمت په افراطي جانب کې دي او دوی داسې انګېري چې هر څه بايد د مينې او وروۍ په فضاء کې تېر شي، هم سهو دي، حقيقت دادی چې زمونږ ټولنه او ټولې ټولنې له انسانانو جوړې دي، انسان که څومره هم ستر شي، شهوتونه لري او اشتباه کېږي، مګر که مونږ د يوه مدير په توګه د هرې اشتباه بدرګه په موسکا او ورين تندي کوو او اقلا د (سالم نقد) جرأت هم نه کوو؛ نو په زوره به مونږ خپله ټولنه او په خاصه توګه هغه اداره چې مونږ ېې مشري کوو، تر نورو وروسته کړې وي.

د بېلګې په توګه: په پرله پسې توګه يو کس رسمياتو ته ناوخت راځي، په داسې حال کې چې مونږ ښه ورته متوجه يو؛ خو بيا هم له دې کبله چې بايد صميمي اوسېږو، هغه ته هيڅ نه وايو او عادي ېې اخلو، ددې بده پايله داده چې دغه کس لټېږي او ددغه اصل په نه لحاظ سره د نورو اصولو په اړه هم سستېږي، دده دغه کړنه يوازې دده په حق کې نه پاتې کېږي، نور کوم افراد چې مونږ لرو، کله  چې دده حالت ويني؛ نو ورو ورو لکه د يوه وايروس په توګه دغه تعامل په ټولو کې خپرېږي او يو وخت به بيا داسې راځي چې مونږ به له خپل دغه صميميت داسې پښېمانه  شو چې بيا به ېې جبيره ناشوني وي.

زمونږ يوه ملګري خاطره ويله چې زمونږ يوه استاذ په لومړۍ ورځ په هره خبره له زده کوونکو سره په کړس کړس خندل، د زده کوونکو په وړاندې د هغه حيثيت ډېر راټيت شو، تر دې چې څه وخت وروسته به همدې استاذ زده کوونکو ته د درس ويلو په وخت کې د چوپوالي ويل؛ خو هغوی به ېې خبره نه منله، دغه ملګری وايي: آخر داسې وشول چې استاذ له  ځان سره چوکۍ وويسته او له بهره ېې په مونږ پسې ټولګی را بند کړ.

دا د افراطي صميمي چلند يوه وړه بده خاطره ده.

د ادارې او ګوذارې په اړه زمونږ تجربه د توازن د مراعتولو ده، دا دواړه خويندې بايد په داسې توګه وپالل شي چې نه ادارې اصول سپک شي او نه خبره دومره سخته شي چې بيا پکې صميميت او مينه خپل ځای ورک کړي، مونږ که  د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک سيرت ولولو؛ نو دا پکې ډېر ښه څرګندېږي، هغه هم سختي کړې ده او هم ېې اساني کړې، سره له دې چې هغه د خپل وخت امير، خليفه، قومندان، قاضي او پېغمبر وو، د خپلو افرادو د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ په اړه تر هر چا زيات حريص وو؛ خو کوم ډګرونه د ګوذارې وه، ګوذاره ېې پکې کړې ده او کله به چې د سختۍ ځای وو؛ نو د هيچا لحاظ ېې خپله هم نه دی کړی او حتی نور ېې هم ترې منع کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *