بېلابېلې لیکنې

ارزښــتونه او ملـــي دوديز روايتــــونه د غـرب اصطلاحاتي ابزار !! جبريل سعد

دا چې زموږ پر وړاندې د نورو غربي تش پر نوم بشري سازمانونو په څېر ځپل شوی صليبي ائتلاف هم له اسلامي ترهگرۍ

دا چې زموږ پر وړاندې د نورو غربي تش پر نوم بشري سازمانونو په څېر ځپل شوی صليبي ائتلاف هم له اسلامي ترهگرۍ !! د بشريت ژغورلو سياسي او جگړه ييز سازمان تر سرليك لاندې و او پكې د دندې له مخې او د شاهي كورنۍ د غړي په توگه يې «هري» د مخكښ رول څښتن گڼل شوی؛ د «هري» وروستی مجرمانه اعتراف د ملگرو لعنتونو پر گډون ټول سازمانونه پر خپله واقعي څيره را پېژني او ښيي چې د بيان او مېرمنو د ازادۍ او حقوقو او نورې وهلې چيغې او نغارې يې هم هر وخت زموږ لپاره داسي پېغوريز عواقب لرلای شي او بيا يې پر وړاندې له ټيټو سترگو نيولو يا لږ تر لږه بې وسه غوغاوو پرته څه هم نشو كولای، ښه به وي اوس لا چې وخت د چارې دی؛ پر وړاندې يې د اسلامي امارت له پاليسيو ملاتړ وكړو او ويې ستايو. د يو بنسټيز ارزښت په توگه بشريت، د بشري بېلابېلو ټولنو ارزښتونه او روايتونه او په ځانگړي ډول د اسلام او اسلامي كلتور په ارزښتونو او د مسلمانو ملتونو په ملي دوديزو رواياتو كې د لاسوهنې، د هغو د بدرنگه او پېكه كولو او بالآخره يې د اسلام له آدرسه او مسلمانانو له لاسه ايستلو او د بشريت-اسلام-اسلامي كلتور په توگه له منځه وړلو په موخه غرب زموږ د ټولو ديني او كلتوري ارزښتونو او ملي دوديزو روايتونو تر بېلابېلو سرليكونو لاندې د ملگرو ملتونو په گډون گڼ سازمانونه او ستراتېژۍ رامنځته كړې چې له استقامته يې نورو ټولو ته د يوې مستقيمې پرانيستې لارې په توگه لومړی د اسلام او يوې مسلمانې ټولنې تضمين او خوندي كړي انساني كرامت او بشريت-بشري خواخوږۍ له ارزښت او روايته د ابزاري اصطلاح استفاده كوي او بيا يې ورته پر لاس جوړېدو له پاتې ارزښتونو او روايتونو هم همداسې د اصطلاحاتي ابزارو گټه اخلي. موخې يې بيا هم هماغه ټاكلې بشر ضد او د ښكاره ابزاري سرليك چې غرب يې د خپلو سازمانونو، پروژو او پاليسيو لپاره كاروي؛ سرچپه او تر ډېره يواځي د طراحانو ترمنځ د راز په توگه شريكې وي. خو كه ليږ هم يې كړو وړو، د فعاليتونو څرنگوالي او اړوندو ځمكنيو واقعيتونو ته ځير شو؛ پر اسانۍ يې دغه موخې بشپړې درك او په اړه يې پرېكړه كولای شو.

زموږ د يو اسلامي او ملي ارزښت او روايت چې موږ ته لومړيتوب او لرغونتوب ولري؛ پر وړاندې غرب د سازمان، ستراتېژۍ او پرېكړې له لارې د بل داسې ارزښت او روايت سرليك كاروي چې د لومړيتوبونو لړۍ په دوهمه او درېيمه رتبه كې وي او ياهم هيڅ، خو هغه يې خپل لومړيتوب او موخې ته پرې د رسېدو لپاره را مخكې كوي، ترڅو د ولس عام پام له خپل لومړيتوب او هم په دې مورد د غرب له پټو ضد لومړيتوبونو پرې پر بل خوا واړوي. د مېرمنو د پردې د حكم پر وړاندې او په دې وروستيو كې يې بياهم د زده كړو حق او فرضيت، له نارینه روغتياپالانو د ښځمنو ناروغانو پردې، ترڅنگ يې د ښځمنو روغتيا پالانو نه شتون او داسي نورو پر پلمه د گډو كړيو غوغاوو واقعي موخه د زده كړو له جريان سره په بېلابېلو مواردو كې د مېرمنو د عفت او حياء ساتنې له حق او فرضيت، ورته د زده كړو سالم چاپېريال رامنځته كولو له فرضيت او لومړيتوب، د ښوونيز نصاب او درسي مضمونونو د سمونې له ارزښت او فرضيت، د اختلاط له منځه وړنې او شرعي پردې ته د التزام لرلو له فرضيت او روايت او د ميرمنو د ښوونيز او روزنيز چاپېريال بشپړ د خپل كور په څېر محرم گرځولو له كلتور او فرضيت څخه يواځي هماغو پلمو ته د عام پام اړولو او پر هغو مصروف او متمركز ساتلو هڅه وه چې په ضمن كې يې نادولتي ادارو كې او په ځينې نورو پلمو لاسته ورغليو مېرمنو، ورپورې غوټه شومو موخو او داسې نورو ټكو مخ ته چې غرب يې په اړه د اسلامي امارت او افغان غيور ولس د لومړيتوبونو لړۍ له ور رسېدو اندېښنه او وېره لري؛ له همدې موضوع د سپر او ډال په توگه استفاده هم لرله، خو له ښې مرغې سمدستي ورپسې په غير دولتي ادارو كې د مېرمنو پر كار د اسلامي امارت په بنديز سره غربي غوغاگره نړۍ او ورته لاس په كار كړۍ يې تر خوږ گوته ونيول شوې او پر خپل دغه غم اخته كېدو يې د مېرمنو هماغه فرض زده كړې او اړوند ابزاري سرليكونه چې پرون يې پر پلمه غوغاوې راولاړولې او بدرگه كولې؛ نن يې آن هغه هرڅه له ياده وتلي.

دا يوه تازه بېلگه وه. بشريت او بشري خواخوږي چې د مسلمانو ملتونو او كفري واحد ملت گډ ارزښتونه، د ټولو لپاره سپېڅلي سرليكونه او واحد مشترك دی؛ هم ترې د تاريخ په اوږدو كې همداسې د مسلمانو او كفري دواړو ملتونو پر وړاندې ابزاري گټه پورته شوې، لكه چې د مسلمانو ملتونو پر وړاندې ترې د گټې اخيستنې يادونه وشوه او د كفر او اسلام تر منځ ستر توپير، واټن او پوله د همدې بشر-بشريت پر پلمه له منځه وړل كېږي؛ همداسې د كفري ملتونو پر وړاندې ترې د گټې اخيستنې بېلگې هم شته. د اصطلاحاتو په صنعت كې له همدې بشريته د تبليغاتو پر زور ابزاري سرليك جوړ او پر گران هېواد مو د يرغل نړيوال صليبي اشر را منځته شو، كفري ملتونو ته داسې تبليغ شوه چې دلته اسلامي نظام د ترهگرۍ يو لوی بشري ناورين چې بشپړ منځنی ختيځ او بيا د شوروي په څېر پل پر پل وړاندې ټوله نړۍ گواښي؛ له ځان سره لري، نو پر وړاندې دې هغوی ائتلاف رامنځته او د بشري خواخوږۍ له مخې دې له افغانانو !!(شمال ټلوالې، كورنيو مخالفينو او پر ډالرو پېرل شويو څيرو)سره ودرېږي، همغه و چې د همدې بشري خواخوږۍ پر مدار او تر همدغه سرليك لاندې د وخت واكمنو پر مشرۍ كفري ملتونو طوعاً او كرهاً له خپلو بچيانو جوړ كړی ائتلاف زموږ پر گران هېواد را مارش كړ او دلته ترې لس گونه زره ككرې د بلا خولې ته ولوېدې او خاورې شوې، خو ډېر ناوخت يې د بشري خواخوږۍ د ارزښت دغه سرليك ناسمي درك كړه او ياد سرليك د بشري خواخوږۍ بښونكی احساس سره د تبليغاتو پر مټ د ابزاري گټې اخيستنې ښكار وخوت او بايللې ككرې د دوی په فكر له ورپكې احساس سره دغې ابزاري اصطلاح او استفادې وخوړې.

اوس نو كه د برتانيې د شاهي كورنۍ د غړي په توگه «هري» پر دې حقيقت اعتراف لري چې د بشريت او بشري خواخوږۍ تر سرليك لاندې افغانستان ته راتگ وړاندې لا د كفري ملتونو دغو ائتلافي بچو ته روزنه ور كول كېده چې افغانانو ته د بشر په سترگه ونه گوري، ترڅو پرې د انساني عاطفې او احساس پر غلبې يې پر افغانانو بشري خواخوږي را نشي، بلكې يواځي ترې د سرليك ابزاري گټه پورته او بيا همداسې شوي هم دي؛ نو دا به هم لا مخكې ترې مني چې د يو رښتوني واقعيت په توگه دغه روزلې او بيا بايللې لسگونه زره ككرې يې د شطرنج تر دانو هم بې ارزښته وې چې پر افغانانو له بشري خواخوږۍ د ډډې كولو ور كړل شوې روزنې سربېره بياهم له افغانانو سره د بشري خواخوږۍ په ابزاري اصطلاح ترې استفاده وشوه، په افغانستان كې خاورې شوې او چېرته چې افغانانو رغړولې؛ هملته د مستعمل نسوار د گيټۍ په څېر د لعنت پر لاړو خيشتې او بد بويه پاتې شوې، نو د بشريت-بشري خواخوږۍ له سرليكه د كفري او مسلمانو ملتونو دواړو خواوو ته هممهاله د اصطلاحي ابزار په توگه گټه پورته شوه، خو په دومره توپير چې يادې ككرې د روزنې له لارې د بشريت او بشري خواخوږۍ له احساسه لا مخكې تشې دې او افغانانو ته بيا د تبليغاتو پر مټ بشپړ سرچپه د دغه اصطلاحي سرليك احساس په ماغزو كې وركول كېده او بيا يې ورپورې سرونه له تنه وړل كېدل چې غربيان يې اوس له وخته ډېر وروسته پر دغه واقعيت پر وياړ مجرمانه اعتراف كوي او كه موږ يې ترې اخلو؛ د غرب پر وړاندې او د خپل راتلونکي لپاره ډېر درسونه پكې نغښتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *