افغانستاناقتصاد او رغونه

ازبیکستان: د افغان ټرانس ریل لارې په اړه له پانګوالو سره خبرې کوو

شریعت: ازبکستان وايي، د افغان ټرانس د رېل لارې د جوړولو په اړه به راتلونکی کال له بهرنیو پانګوالو سره خبرې وکړي.

شریعت: ازبکستان وايي، د افغان ټرانس د رېل لارې د جوړولو په اړه به راتلونکی کال له بهرنیو پانګوالو سره خبرې وکړي. دا خبره د ازبکستان د ولسمشرۍ د دفتر ویندوی حکمت الله عبیدالله اوف کړې ده. نوموړي ویلي چې که افغان ټرانس پروژه عملي شي نو د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانسپورټ لګښت به ډېر راکم شي. د عبیدالله اوف په وینا، د ترمذ- کابل- پېښور د ریل لارې د جوړېدو په صورت کې به په لومړیو کې د کال ۳ میلیونه ټنه او تر ۲۰۳۰ پورې د کال ۱۵ میلیونه ټنه بار لېږدول کېدای شي. ده همداراز ویلي، اټکل کېږي چې افغان ټرانس ریل لار د جنوبي او منځنۍ اسیا او همداراز د چین او اروپا ترمنځ تر ټولو د لنډ ترانزیتي کوریدور امکان برابروي. ده دا ریل لاره د ټولې سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره ډېره ګټوره وبلله او وې ویل، دا پټلۍ به د افغانستان کانونو ته د استخراج او صادرېدو اسانتیا رامنځته کړي، څه باندې ۵ میلیون تنو ته به روزګار برابر کړي او د ترانسپورټ په برخه کې به ګڼ کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *