ټولنه اوکلتور

استاد څنګه بریالی کېدای شي؟

استاد هغه وخت بریالی کېدای شي، چې په لاندې ارونو برابر وي:
۱- استاد باید په درسي موضوع او مضمون واکمن او حاکم وي، ښه او پوره مطالعه په نوموړې موضوع کې ولري.
۲- د درس او تدریس په ټولو میتودونو باید خبر وي، کافي مالومات د میتود تدریس په برخه کې ولري.
۳- خپل زده کوونکي باید په دقیقه توگه وارزوي او مطالعه کړي، چې څوک څومره وړتیا لري، او څنگه تدریس ورته وشي، لایق او نالایق زده کوونکي باید ورته مالوم او جوت وي.
۴- استاد باید د افهام او تفهیم لۀ اصولو خبر وي، او درس باید داسې تشریح کړي، چې تر وروستي زده کوونکي پورې ټول پرې پوه شي.
۵- استاد باید لۀ خپلو زده کوونکو سره د خپل ورونو او بچیانو په څېر له مهربانۍ ډک چلند وکړي، باید دومره مهربانه او عاطفي وي، چې هر زده کوونکی په ډېرې اسانۍ پوښتنه ترې وکولای شي.
۶- استاد باید په دوامداره توگه د زده کوونکو لۀ کورنیو سره په اړیکه کې وي، د ښوونځي په داخل کې د هغوی چلندونه باید تعقیب کړي او لوفرو او لوچکو سره یې له ناستي او تگ راتگ څخه منع کړي.
۷- استاد باید خپل زده کوونکي سپک نه کړي، که کومه تېروتنه ترې کېده، بښنه ورته وکړي او په مهربانۍ یې وپوهوي.
۸- استاد باید عادل او انصافدار وي. او له هر زده کوونکي سره په عادلانه توگه چلند وکړي.
۹- استاد باید ذهین او ځیرک وي.
۱۰- استاد باید په ټولنه کې محبوبیت ولري، او د ښو اخلاقو څښتن وي.
۱۱- استاد باید ځانگړی شخصیت او ځانگړی کردار ولري، او په ځانگړي انداز خبرې وکړي.
۱۲- استاد باید ځانگړی خوی او عادت ولري، او د خپل همدې خوی/ عادت له امله په ټولنه کې ځانگړی ځای پیدا کړي.
۱۳- استاد باید هر اړخیزه مطالعه او مالومات ولري، او د پوهې او مالوماتو کچه یې پراخه وي.
۱۴- استاد باید خاص رول ولري، او خپل کرکټر ثابت وساتي.
۱۵- استاد باید حوصله ناک، او د پراخې سینې څښتن وي.
۱۶- استاد باید د هرې خبرې، پوښتنې او ځواب زغم او حوصله ولري.
۱۷- استاد باید ثابت دریځ ولري.
۱۸- استاد باید د جرائت خاوند، او په لوی غونډو/ د ډېرو وگړیو پر وړاندې د خبرو کولو جرائت ولري.
۱۹- استاد باید خپلو وطنوالو او زده کوونکو ته اسلامي او وطني روحیه ورکړي.
۲۰- استاد باید اسلام پال، هېوادپال، او انسان پال وي.

بورجان همراز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *