دینې لیکنې

استغفار د دعا د قبلېدو لامل دی

امام احمد بن حنبل رح غوښتل چې په يوه جومات کې شپه تېره کړي، خو د جومات د پيره دارانو له خوا له شپې تېرولو ايسار کړل شو، ځکه پيره دارانو هغه پېژانده، نوموړی په بل ښار کې اوسېده. امام صاحب هڅه وکړه ولې کومه نتيجه يې ورنه کړه، نو هغه پيره دارته وويل : زه به دلته د جومات د دروازې سره ويده شم، عملاً همالته ويده شو. بيا يې پيره دار پاڅېده او د جومات له حدودو څخه يې د لرې کولو هڅه پيل کړه، امام صاحب با وقاره عالم و چې د تقوا او اصلاح نښې نښانې له ورايه په کې برېښېدې، نو يوه نانوای هغه وليده ورغلو او له ده سره د شپې کولو وړانديز ورته وکړ چې امام هم هغه ومانه او وروسره لاړ. بيا نانوای د اوړو اغېږلو لپاره لاړڅو هغه واغېږي او ډوډۍ ترې پخه کړي، امام احمد رح له نوموړي استغفار ويل اورېدل، چې تر ډېر وخته پورې يې زمزمه کولو، نو امام د هغه دې کارته هک پک حيران شو! بيا چې کله سهار شو امام صاحب له هغه څخه د استغفار ويلو په اړه وپوښتل نو نانوای ځواب ورکړ،چې کله اوړه اغېږم استغفار وايم نو هغه ډېر غوره اغېږل کېږي… نو امام صاحب ترې وپوښتل چې د استغفار ويلو کومه ګټه او ثمره دې لېدلې ده؟ ډوډۍ پخوونکي وويل: کله مې جې دعا کړې هغه خامخا قبوله شوې بس يوه دعا مې لاتراوسه نه ده قبوله شوې. نو امام احمد رح ترې وپوښتل چې هغه کومه دعا ده؟ نانوای وويل: هغه د امام احمد صاحب ليدل دي! بيا امام احمد رح ورته وويل : دادی زه احمد بن حنبل يم چې په ديکه کولو ديکه کولو تر تا پورې راورسول شوم!! نو د هغه ذات لپاره پاکي ده چې استغفار ويل يې له هرې تنګسې څخه د خلاصون لامل ګرځولی دی او د هرې دغا د قبلېدا ذريعه يې جوړه کړې ده. اللهم انی استغفرک و اتوب اليک من کل
ذنب عظيم.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *