مقالی اوتبصرې

اسلامي امارت په تیر یو نیم کال کې څه کړي؟

مسرور افغان

دا چې تیر څلویښت کلونه د افغانانو په جنګ،جګړو،تروبګنیو،قوم پالنې او نژاد پالنې کې تیر شول هیواد مو له یو بل ډول ناورین سره مخ وو هر ځای ځانځاني وه او هر شخص به د خپل ځان پر غم مبتلا وو ډیموکراسۍ او فحاشۍ اوج ته رسیدلې وې
د غلا چور چپاول او قتل خو چا پوښتنه هم نشوی کولی هیواد مو پر ملوک الطوایفي حکومتونو ویشل شوی وو حال دا چې پر یوه ورځ او یو وخت پر یو آرګ کې دوه د ریاست جمهوري لوړې وشوې
ددې ټولو ناخوالو سره سره الله رب العزت پر افغانانو رحم وکړ د هغو یتیمانو،کونډو او بورو دعاګانې یې قبولې کړلې او یو داسې واحد اسلامي نظام یې پر مونږ حاکم کړ چې د ټولو هیوادوالو بلکې د نړۍ ټولو مسلمانانو هیله او اُمید
که څه هم د اسلامي امارت سره د نړۍ کفارو او ورسره مل غلامانو له کرکې او عناد څخه لاس وانخیست او هر ډول بندیزونه یې ورباندې ولګول حال دا چې د افغانانو خپله شتمنۍ یې هم کنګل کړه خو بیا هم اسلامي امارت پر د دومره بندیزونو سربیره پر نشت امکاناتو هغه څه وکړل چې تاریخ لیکونکي به ورته د لیکلو پر وخت حیران وي.
دلته یې یو څو بیلګې راخلم:
لومړی: ټول هیواد د واحد اسلامي نظام تر چتر لاندې راغی او ټول چارواکي یې د یو امیر په اطاعت خپلې چارې پر مخ وړي.
دوهم: په ټول هیواد کې د غلو، قاتلینو او چپاول ګرو مخه ونیول شوه، نظامي او ملکي اداري له فساد پاکې او د رشوت خوریو مخه ونیول شوه.
دریم: شریعت نافذ او پر ټولو دولتي او ملکي اشخاصو شرعي حدود یو ډول جاري کیږي.
څلورم: د هیواد پر سطحه اکثریت معتادین راټول او تر درملنې لاندې دي همدارنګه له مرکز کابل او یو شمیر نورو ولایاتو څخه سوالګر راټول او میاشتنی معاش ورته چالان شو.
د قوشتیپې کانال او نورو ډیرو کانالونو چارې په ښه ډول سره پر مخ روانې دي.
همدارنګه د قشقرې کان او داسې نورو کانونو څخه د نفتو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو استخراج پر پوره شفاف ډول سره ترسره کیږي.
افغانۍ د نړۍ په نهو غوره اسعارو کې حساب شوه.
همدارنګه پر مرکز کابل او یو شمیر نورو ولایاتو کې دبیلابیلې پروژو چاري جریان لري چې په نیږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همداسې نور ډیر پرمختګونه شوي چې پر لیکلو یې قلم ستړی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *