ادبدینې لیکنېلیکنېنثرونه

اسلامي امت ولې غافل دی؟!

حقمل

 اسلام په نړۍ کې یواځینی دین دی چې امنیت، ټولنیز عدالت، او د بشریت حقوق پکې خونډي دي، تور په سپین او سپین په تور او همدا رنګه عرب په عجم او عجم په عرب برتری نلري بلکې د برترۍ معیاریې تقوا ګرځولي. د عربو هغه مشرکینو چې خپلې لوڼې به یې ژوندۍ ښخولي د اسلام په را څرګندیدو او د بشریت د ستر لارښود په بعثت سره ښځې ته په اسلامي ټولنه کې د غړیتوب حق ورکړل شو یواځې دا نه چې په ټولنه کې حق ورکړل شو بلکې ښځه د نارینه ؤ څخه زیاته د احترام وړوګرځیده ځکه چې ښځه مورده او جنت هم د مور په قدمونو کې دی، خو برعکس د غربي دیموکراسۍ ډنډورچیان او زمامداران ښځه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو وسیله بولي، ښځه یواځي د لوڅو اشتهارونو او د انسانیت د بې لارې کولو لپاره استخداموي او اسلام یې د عزت وقار او د روند حیثیت لپاره مسلمانانو ته سپارښتنه کوي او د دغسي سر ایله دیموکراسۍ سره په مبارزه بوخت دي زه نپوهیږم اسلامي امت ولي غافل دی او نه راویښیږي، علت یې واضح دی کله چې مسلمانان پخپلو کې سره یو موټي ؤل او واحد قیادت یې درلود نو د غرناطې او قرطیبې غوندې ښارونه یې ودان کړل ۷۵۰ کاله وروسته پاریس او لندن ښارونه جوړ شول چې اوس یې هم آبادي هغې ته نه رسیږي خو کله چې شرقي او غربي ښکيلا کګرو دا نسخه د مسلمانانو په منځ کې عملي کړه چې بې اتفاقي واچوه حکومت پري کوه، مسلمانان یې پخپلو کې یو پر بل ووهل چې د څلورولسیزو په لړ کې زموږ ګاونډیانو له موږ سره څه ونکړل او څه نکوي قضاوت لوستونکو ته پریږدم او د ذکر شوې موضوع د لاشننې او سپړنې لپاره خپل بحث ته دوام ورکوم. د یوې مقایسې له مخې چې په ګرده نړۍ کې څلویښت ستر تجارتي بندرونه دي چې څوارلس یې په اسلامي هېوادونو کې دي، په نړۍ کې یوولس یورانیم لرونکي هېوادونه دي چې (۷) يې په اسلامي هېوادونپوري اړه لری او ۱۲۴۸ اتومي سیایسنپوهان مسلمانان دي، اخر کومه ټکه په مسلمانانو را پریوتې چې نشي کولی پخپلو کې سره یو موټی شي، که خپله پکې د یووالي ماده نه وي نو د شرقي او غربي اشغالګرو او په اسلامي امت د بحراني حالت څخه دې درس واخلي چې د ښکیلاکګرو په دام کې له نښتلو څخه د نجات یواځنۍ لار د مسلمانانو وحدت او یووالی دی نن موږ د نړۍ په 57 اسلامي هېوادونو کې یو خپلواک هېواد نه لرو ، په مستقیم او غیر مستقیم شکل د استعماري قدرتونو تر تأثیر لاندې دي که نن هغوی پر مختللې الوتکې لري نو د هغې روح چې تیل دي د مسلمانانو په لاس کې دي، راځۍ نور له ځان غوښتنې تیر شو د اسلامي او مت په حال او خپله راتلونکې فکر وکړو کار وکړو او خلکو ته د کار زمینه برابره کړو، تعلیم او پوهه حاصله کړو او د حصول شرایط یې برابر کړو، چې د خپلې پوهې او علم پرمټ د نړۍ د پرمختللي کاروان سره خپل ځانونه د سیالۍ جوګه کړو لکه چې سید شمس الدین«مجروح» صیب وایې:

زرد علم جا مې وا غونده افغانه !

که نه توره د دښمن ده او ستار سر دی

او یا دا چې

زه وایم ګناه تا ته ده !

ته وایې ګناه تا ته ده

ووایه منصفه چې پدې کې ګناه چاته ده

خو ما د خپل شعر په یو بیت کې ویلي.

د لاس یوه یوه ګوته ماشوم هم شي ماتولی !

حالات را نه قوي غوندې منګول غواړي ملګرو

د یوه ودان سر لوړي او غوړیدلي افغانستان په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *